د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هېواد کې د ماشومانو د نس ناستې مخنيوي ځانګړی واکسين پلی کېږي

په هېواد کې د ماشومانو د نس ناستې مخنيوي ځانګړی واکسين پلی کېږي

Jan 27, 2018 - 19:03

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): د عامې روغتيا وزارت اعلان کړى چې د روټا واکسين يې د واکسيناسيون ملي پروګرام ته داخل کړى او ماشومانو ته په وړيا ډول ورکول کېږي.

ډاکټران وايي چې روټا واکسين د اخته کس د غايطه موادو په وسيله په چاپېريال کې خورېږي او د خوراکي توکو، څښاک اوبو، لاسونو او ککړو وسايلو او بیا د خولې له لارې د انسان وجود ته ځي او د نس ناستي سبب ګرځي.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر  فيروز الدين فيروز نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د دغه واکسينو تطبيق نن پيل شوی دی.

د هغه په خبره، روټا واکسين د څاڅکو په ډول ماشومانو ته په دوو دورو (شپږمه اوونۍ او لسمه اوونۍ) کې په وړيا ډول ورکول کېږي او ځاني عوارض نه لري.

وزير زياته کړه چې د دغه واکسينو په عملي کولو سره ماشومان د روټا له ويروس څخه د پيدا شوي نس ناستي ناروغي پر وړاندې وقايه کېږي.

فيروز وويل: ((له پنځو کلونو ټيټ عمر لرونکي شاوخوا ٣٠ سلنه ماشومان چې د نس ناستي په سبب چې عمده برخه يې روټا جوړوي، مړه کېږي، مخنيوى يې کوو.))

د هغه په خبره، هر کال يو ميليون ماشومان د نس ناستي پر ناروغۍ اخته کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، هر دوه واکسين ٢.١٩ډالر کېږي چې ٢٠ سنټه يې افغان دولت او پاتې يې د روغتيا نړيوال سازمان WHO او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف او د واکسينو نړيوال ايتلاف GAVI ورکوي.

په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي ريچارډ ريک په نننۍ ناسته کې وويل چې د نس ناستي ناروغي په ماشومانو کې وژونکي ناروغي ده او هر کال د نړۍ په کچه د ٥٠٠ زره تر پنځه کلنۍ ټيټ عمر لرونکو ماشومانو د مرګ لامل ګرځي.

هغه وايي چې افغانستان هم يو له هغو هېوادونو دى چې پر دې ناروغۍ د اخته ناروغانو کچه په کې لوړه ده.

نوموړي زياته کړه چې د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان له عامې روغتيا وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د يونيسف ادارې استازي اديلا خودرو د افغانستان واکسيناسيون ملي پروګرام کې د روټا واکسين شاملول يو مهم اقدام وباله او وويل چې اداره يې له افغانستان سره په روغتيايي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

تر اوسه پورې د  توبرکلوز، ماشومانو پوليو، ديفتري، تور ټوخي، د نوو زېږېدلو ټيټانوس، تور زړي، انفونزا (ب)، سينه بغل او سرخانو واکسين تر پنځه کلونو لاندې ماشومانو ته تطبيق شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement