کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): د عامې روغتيا وزارت اعلان کړى چې د روټا واکسين يې د واکسيناسيون ملي پروګرام ته داخل کړى او ماشومانو ته په وړيا ډول ورکول کېږي.
ډاکټران وايي چې روټا واکسين د اخته کس د غايطه موادو په وسيله په چاپېريال کې خورېږي او د خوراکي توکو، څښاک اوبو، لاسونو او ککړو وسايلو او بیا د خولې له لارې د انسان وجود ته ځي او د نس ناستي سبب ګرځي.
د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر فيروز الدين فيروز نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د دغه واکسينو تطبيق نن پيل شوی دی.
د هغه په خبره، روټا واکسين د څاڅکو په ډول ماشومانو ته په دوو دورو (شپږمه اوونۍ او لسمه اوونۍ) کې په وړيا ډول ورکول کېږي او ځاني عوارض نه لري.
وزير زياته کړه چې د دغه واکسينو په عملي کولو سره ماشومان د روټا له ويروس څخه د پيدا شوي نس ناستي ناروغي پر وړاندې وقايه کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن