واشنګټن (پژواک، ٨ سلواغه ٩٦): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل بريد د غندلو تر څنګ له هېوادونو وغوښتل چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.
پرون د وسله والو طالبانو له خوا د کابل صدارت څلورلاره کې د امبولانس په وسيله ترسره شوي ځانمرګي بريد کې نږدې ٣٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
له سپينې ماڼۍ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ پر دې پېښې خواشينی شوى او پر سختو الفاظو د دغه بريد غندنه کوي.
ډونالډ ټرمپ ويلي، ټول هېوادونه بايد د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده اقدامات وکړي.
هغه ويلي چې هېواد يې له افغانستان او افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دى او زياته کړې یې ده: ((د طالبانو ظلمونه به نه بريالي کېږي.))
د امريکا ولسمشر ويلي، دوى ژمن دي چې افغانستان به له ترهګرۍ پاکوي، دغه ترهګر امريکا او متحدين يې هم په نښه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن