د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې پروني بريد عامه ودانيو ته درانه مالي زيانونه اړولي

په کابل کې پروني بريد عامه ودانيو ته درانه مالي زيانونه اړولي

Jan 28, 2018 - 19:46

کابل (پژواک،۸سلواغه۹۶): د کابل په پروني خونړي بريد کې پر درنې مرګ ژوبلې سربېره، د جمهوريت روغتون په ګډون عامه ودانيو ته ميليونونه افغانۍ مالي زيان اوښتى او د دې روغتون بېړنۍ څانګه او د عامې روغتيا وزارت د محيطي روغتيا رياست ودانۍ په بشپړه توګه تخريب شوې دي.

يوه ځانمرګي بريدکوونکي پرون غرمه کابو يوه بجه د کابل جمهوريت روغتون او د کورنيو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ سره نږدې د امبولانس موټر په وسيله د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه بريد وکړ، چې له امله يې ١٠٣ تنه ووژل شول او ٢٣٥ نور ټپيان شوي دي. د دې چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو منلى دی.

د پژواک خبري اژانس خبريال چې د پېښې ځاى ته ورغلى و، وايي چې ياده چاودنه دومره زوروره وه چې د جمهوريت روغتون ځينې برخې او د سيمې هټۍ يې په بشپړه توګه ويجاړې کړې دي.

د جمهوريت روغتون مشر ډاکټر محمد هارون ايلبيګي د پژواک خبري اژانس خبريال ته وويل چې په پرونۍ پېښه کې د روغتون د بېړنۍ څانګې تر څنګ، ځينې طبي ماشينونه، د ګردې د تصفيې ماشين، شمالي دېوال، څو دروازې، کړکۍ، ښيښې، قلفونه او د ودانۍ چتونه تخريب شوي دي.

دى وايي: "له تېرې شپې راهيسې مو چې کوم براورد کړی، جمهوريت روغتون ته تر اوسه پورې شاوخوا ۱۵ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی او د عامې روغتيا وزارت له خوا د مالي زيانونو د کچې معلومولو لپاره يو پلاوی هم ګومارل شوی او کار يې پيل کړی دی."

ده زياته کړه، اوسمهال په ډېرو هڅو او اکمالاتو سره د اکسرې، لابراتوار، بېړنۍ څانګې او عمليات خونې په ګډون څو برخې پاکې شوې او بېرته فعالې شوې دي.

ايلبيګي وويل، پرون سره له دې چې د روغتون ځينې برخې تخريب او پنځه کارکوونکي ټپيان وو، بيا هم د ۱۳۲ ټپيانو لومړني خدمات ترسره شول او دغه راز يو شمېر بستري ناروغان هم برسېرن ټپيان شوي وو، چې د دوی درملنه هم شوې ده.

په جمهوريت روغتون کې د شيما په نامه يوې ټپي مېرمنې پژواک ته وويل: "په بستر کې ناسته وم چې ناڅاپه د زورورې چاودنې غږ شو، ټول ځايونه تياره شول او ټولې ښيښې را توى شوې چې زما لاس په کې ژوبل شو، څو نور بستري ناروغان هم ټپيان شول."

هغې د چاودنې د وحشتناک توب په اړه وويل چې له پېښې وروسته ټول ناروغان له بسترونو څخه پاڅېدل او وتښتېدل چې په دې سره ټول کټونه خالي شول.

د دې په وينا، ډاکټرانو له نيم ساعت وروسته لومړنۍ مرستې ترسره کړې.

د عامې روغتيا وزارت د محيصي روغتيا مشر کنشکا ترکستاني د ياد شوي رياست د کمپلکسی ودانۍ بشپړ تخريبېدو ته په اشارې سره وويل چې د دې رياست ټول شيان له منځه تللي دي.

د نوموړي په وينا، پرون يې ۲۵ کارکوونکي ټپيان شوي وو چې درې تنه يې لا هم د سختو ټپونو له امله په جمهوريت، ايمرجنسي او وزير اکبرخان روغتونونو کې در درملنې لاندې دي او دوه کارکوونکي يې تر اوسه هم لادرکه دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې دوی ته څومره مالي زيان اوښتی؟ دقيق شمېر يې وړاندې نه کړ، خو د ياد شوي رياست يو شمېر کار کوونکي وايي چې ميليونونه افغانۍ زيان ورته اوښتی دی.

د پېښې له ځای سره نږدې لسګونه دوکانونه په بشپړه توګه تخريب شوي دي

په سيمه کې د يوې مطبعې خاوند احمد ضياء وويل چې په دغه مارکېټ کې چې د چاودنې له سيمې سره نږدې موقعيت لري، کابو ۴۰ دوکانونه دي چې له ۱۰ زره نيولې تر څو سوه زره افغانيو زيان يې ليدلی دی.

نوموړي خپلې مطبعې ته د سلګونه زره افغانيو مالي زيان خبر ورکړ او ويې ويل: "يو لک ډالره پانګونه مې کړې، شاګردان مې وروزل، ډيکور مې وکړ، مشتري مې پيدا کړ، له همدې پېښې سره، سره له دې چې ماته ډېر مالي زيان اوښتی دی، په ياد شوي مارکېټ کې د پېر او پلور مسئله هم له منځه تللې او نور زموږ مشتريان دې سيمې ته نه راځي."

نوموړي دغه راز وويل چې يو شمېر هټۍ وال ټپيان شوي هم دي او زياته يې کړه چې د يادې شوې پېښې په پايله کې څو صرافان، لاس پلورونکي او کارت پلورونکي هم لا درکه دي.

له بلې خوا د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد الله مجروح چې نن يې په کابل کې په خبري غونډه کې خبرې کولې، جمهوريت روغتون ته يې د ډېر زيان اوړېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې د يادې شوې پېښې په پايله کې د عامې روغتيا وزارت د محيطي روغتيا څانګه او بېړنۍ خونه په بشپړه توګه تخريب شوي دي.

نوموړي وويل: "سره له دې چې بېړنۍ خونه په بشپړه توګه تخريب شوې وه او يو شمېر طبي کارکوونکي ټپيان شوي وو، له بېړنۍ خونې څخه يې کار واخيست او د ټپيانو درملنه يې وکړه."

مجروح، جمهوريت روغتون ته د اوښتي مالي زيان د څېړلو لپاره د ولسمشرۍ ماڼې له خوا د پلاوي د ګومارلو خبر ورکړ او ويې ويل چې پلاوی هڅه کوي د پرونۍ پېښې له امله اوښتی زيان وڅېړي او د بيارغولو لپاره يې اقدام وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan