کابل (پژواک،۸سلواغه۹۶): د کابل په پروني خونړي بريد کې پر درنې مرګ ژوبلې سربېره، د جمهوريت روغتون په ګډون عامه ودانيو ته ميليونونه افغانۍ مالي زيان اوښتى او د دې روغتون بېړنۍ څانګه او د عامې روغتيا وزارت د محيطي روغتيا رياست ودانۍ په بشپړه توګه تخريب شوې دي.
يوه ځانمرګي بريدکوونکي پرون غرمه کابو يوه بجه د کابل جمهوريت روغتون او د کورنيو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ سره نږدې د امبولانس موټر په وسيله د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه بريد وکړ، چې له امله يې ١٠٣ تنه ووژل شول او ٢٣٥ نور ټپيان شوي دي. د دې چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو منلى دی.
د پژواک خبري اژانس خبريال چې د پېښې ځاى ته ورغلى و، وايي چې ياده چاودنه دومره زوروره وه چې د جمهوريت روغتون ځينې برخې او د سيمې هټۍ يې په بشپړه توګه ويجاړې کړې دي.
د جمهوريت روغتون مشر ډاکټر محمد هارون ايلبيګي د پژواک خبري اژانس خبريال ته وويل چې په پرونۍ پېښه کې د روغتون د بېړنۍ څانګې تر څنګ، ځينې طبي ماشينونه، د ګردې د تصفيې ماشين، شمالي دېوال، څو دروازې، کړکۍ، ښيښې، قلفونه او د ودانۍ چتونه تخريب شوي دي.
دى وايي: "له تېرې شپې راهيسې مو چې کوم براورد کړی، جمهوريت روغتون ته تر اوسه پورې شاوخوا ۱۵ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی او د عامې روغتيا وزارت له خوا د مالي زيانونو د کچې معلومولو لپاره يو پلاوی هم ګومارل شوی او کار يې پيل کړی دی."
ده زياته کړه، اوسمهال په ډېرو هڅو او اکمالاتو سره د اکسرې، لابراتوار، بېړنۍ څانګې او عمليات خونې په ګډون څو برخې پاکې شوې او بېرته فعالې شوې دي.
ايلبيګي وويل، پرون سره له دې چې د روغتون ځينې برخې تخريب او پنځه کارکوونکي ټپيان وو، بيا هم د ۱۳۲ ټپيانو لومړني خدمات ترسره شول او دغه راز يو شمېر بستري ناروغان هم برسېرن ټپيان شوي وو، چې د دوی درملنه هم شوې ده.
په جمهوريت روغتون کې د شيما په نامه يوې ټپي مېرمنې پژواک ته وويل: "په بستر کې ناسته وم چې ناڅاپه د زورورې چاودنې غږ شو، ټول ځايونه تياره شول او ټولې ښيښې را توى شوې چې زما لاس په کې ژوبل شو، څو نور بستري ناروغان هم ټپيان شول."
هغې د چاودنې د وحشتناک توب په اړه وويل چې له پېښې وروسته ټول ناروغان له بسترونو څخه پاڅېدل او وتښتېدل چې په دې سره ټول کټونه خالي شول.
د دې په وينا، ډاکټرانو له نيم ساعت وروسته لومړنۍ مرستې ترسره کړې.
د عامې روغتيا وزارت د محيصي روغتيا مشر کنشکا ترکستاني د ياد شوي رياست د کمپلکسی ودانۍ بشپړ تخريبېدو ته په اشارې سره وويل چې د دې رياست ټول شيان له منځه تللي دي.
د نوموړي په وينا، پرون يې ۲۵ کارکوونکي ټپيان شوي وو چې درې تنه يې لا هم د سختو ټپونو له امله په جمهوريت، ايمرجنسي او وزير اکبرخان روغتونونو کې در درملنې لاندې دي او دوه کارکوونکي يې تر اوسه هم لادرکه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن