ايبک (پژواک، ۹ سلواغه ۹۶): په سمنګان کې د سختې واورې ورېدو له امله د ياد ولايت د دره صوف بالا او پايين ولسواليو تر منځ غځېدلې لارې بندې شوې او له امله يې د "دهانه تور" او "شپاشک" له کانونو د ډبرو سکرو لېږدېدل هم بند شوي دي.
د سمنګان د ځايي چارواکو په وينا، په ياد ولايت کې له تېرې شپې را په دېخوا د واورې ورښت پيل شوی چې له امله يې د مرکز او "دره صوف بالا" او "دره صوف پايين" ولسواليو تر منځ ځينې غځېدلې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.
د "دره صوف بالا" ولسوال احمد علي حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل: "له تېرې شپې را په دېخوا په ياد ولايت کې سخته واوره ورېږي چې له امله يې "دره صوف بالا" او "پايين" ولسواليو ته غځېدلې لاره د ترافيکو پر مخ په بشپړه توګه بنده شوې ده."
نوموړي زياته کړه چې د يادو دوو ولسواليو د غځېدلو لارو بندېدو له امله د "شپاشک" او "دهانه تور" کانونو د ډېرو سکرو لېږدېدل هم بند شوي دي.
د حسيني د معلوماتو له مخې، له يادو دوو کانونو هره ورځ له سلو ډېر موټر د ډبرو سکاره د بلخ او کابل په شمول ځينو ولايتونو او ان له هېواده بهر لېږدول کېږي.
نوموړي وويل، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې،په ياده ولسوالۍ کې تر ۳۰ سانتي متره واوره ورېدلې ده.
په ورته وخت کې د دره صوف پايين ولسوالۍ اجرائيه امر انجنير قربان هم تاييد کړه چې د يادې ولسوالۍ د چاپېر ډېرو کليو ته غځېدلې لارې بندې شوې دي.
خو د سمنګان ولايت د ترافيکو مدير عبدالقدير پنجشيري پژواک ته وويل، که څه هم چې په ياد ولايت کې سخته واوره شوې ده، خو دوی هڅه کړې چې سړکونه د ترافيکو پر مخ پرانيزي او تر اوسه د موټرو د تګ راتګ لپاره کومه ستونزه نشته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن