ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د نوګنبد تاریخي جومات د بیارغونې چارې پیل شوې

بلخ کې د نوګنبد تاریخي جومات د بیارغونې چارې پیل شوې

author avatar
29 Jan 2018 - 18:01
بلخ کې د نوګنبد تاریخي جومات د بیارغونې چارې پیل شوې
author avatar
29 Jan 2018 - 18:01

مزارشريف (پژواک، ۹ سلواغه ۹۶): په بلخ کې د "نوګنبد" په نوم د سيمې په کچه په تاريخي لحاظ د لومړي جوړ شوي جومات د بيارغونې چارې پيل شوې دي، خو د سيمې اوسېدونکي د ياد جومات شاوخوا د خپلسرو کيندونو په تړاو اندېښمن دي.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس  صالح محمد خليق وايي چې د پخواني ولسمشر محمد داوود له وخته وروسته په لومړي ځل په جدي توګه د دغه جومات د ساتنې په موخه د بيارغونې چارې پيل شوې دي.

نوموړي د سلواغې په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، "نوګنبد" چې په ځينو کتابونو کې د حج پياده په نامه هم ياد شوی، د زردشتي اتشکدې پر ځای جومات دی.

هغه د تاريخي کتابونو په حواله يادونه وکړه، "نوګنبد" جومات له دې وړاندې د پخواني جمهور رييس محمد داوود پر مهال يو څه ترميم شوی او پر سر يې د ساتنې په موخه اهن چادري چت جوړ شوی و.

خليق وويل چې په دې وروستيو کې د "نوګنبد" د ساتنې او لرغون پېژندنې چارې بيا پيل شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې د لرغون پېژندنې چارې يې د افغانستان د لرغون پېژندنې مرکز له خوا د افغانانو او فرانسويانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

همداراز د ساتنې په موخه د بيارغونې چارې د اغا خان مرکز له خوا روانې دي.

خليق زياته کړه چې د دواړو پروژو لګښت د امريکا متحده ايالتونو له خوا ورکول کېږي.

نوموړي د دغه جومات ساتنه د سيمې په کچه د تاريخي او په ځانګړې توګه د اسلامي تاريخي ابدو د ساتنې په برخه کې مهم ګام وباله.

خو د سيمې اوسېدونکو بيا د همدغه جومات شاوخوا د کيندنو په تړاو اندېښنه وښوده.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې د جومات په کونجونو کې د طلا پيدا کېدو په موخه ډېرې کيندې شوې دي.

نوموړی زياته کړه: ((داسې اورېدل شوي چې په يو کونج کې يې له کيندونو طلا پيدا شوې وه؛ نو ځکه خلک اوس هڅه کوي چې بار بار پلټنې وکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.