ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان دولتي ادارې او خلک د برېښنا شرکت ١٧٠ ميليونه افغانۍ پوروړي دي

د پروان دولتي ادارې او خلک د برېښنا شرکت ١٧٠ ميليونه افغانۍ پوروړي دي

author avatar
29 Jan 2018 - 17:02
د پروان دولتي ادارې او خلک د برېښنا شرکت ١٧٠ ميليونه افغانۍ پوروړي دي
author avatar
29 Jan 2018 - 17:02

چاريکار ښار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٦): د پروان د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې د دغه ولايت دولتي ادارې او خلک يې د برېښنا له درکه ١٧٠ ميليونه افغانۍ پوروړي دي او که چېرې دا پيسې ورنه کړي، برېښنا به يې پرې شي.

د پروان د برېښنا شرکت مشر عبدالناصر احمدي وايي چې ځينې دولتي ادارې او خلک له ١٣٩٢ کال راهيسې د برېښنا د لګښت له درکه ١٧٠ ميليون افغانۍ پوروړي دي او دا موضوع د دې لامل شوې چې اړمنو سيمو ته د برېښنا رسولو پروسه له خنډ سره مخ شي.

هغه وويل: ((په ټوله کې ١٧٠ ميليونه افغانۍ پر خلکو او دولتي ادارو پاتې دي، ٨٠ ميليونه افغانۍ يې په دولتي ادارو پورې اړه لري.))

هغه خبردارى ورکړ او ویې ويل: ((که چېرې دولتي ادارې او خلک دا پيسې ورنه کړي، موږ د لين له پرې کولو پرته بله لار نه لرو.))

نوموړي د پوروړو ولايتي ادارو او خلکو نومونه ياد نه کړل، خو زياتوي چې د پوروړو ادارو له ډلې يوازې د اوبو رسولو رياست ١٤ ميليونه افغانۍ پوروړى دى.

د پروان د اوبو رسولو ادارې چارواکي مني چې له برېښنا شرکت نه پوروړي دي، خو وايي چې د دغه ولايت اوسېدونکي ٤٣ ميليونه افغانۍ د اوبو رسولو ادارې پوروړي دي او حاضر نه دي چې دا پيسې ورکړي.

د پروان د اوبو رسولو ادارې مشر محمد نظير وايي چې د اوبو بېل د لګښت پيسو د راټولولو په چاره کې له زورواکو سره د مقابلې توان نه لري.

هغه زياته کړه: ((هر وخت چې خلک د برېښنا د لګښت پيسې ورنه کړي، د برېښنا پيسې نه شو ورکولى،  موږ د برېښنا پيسې نه شو ورکولى، شرکت مو برېښنا پرې کوي، موږ هم نه شو کولى چې خلکو ته اوبه ورسوو، په دې صورت کې ډېر زيان خلکو ته رسېږي.))

د پروان والي محمد عاصم عاصم چې اوس اوس د حکومت له لوري ګوښه شوى، وايي چې د برېښنا شرکت او اوبو رسولو ادارې پوروړو ته يې وخت ټاکلى چې خپلې پورونه ورکړي، که چېرې دغه کار ونه کړي، حکومت اړ دى چې پر پوروړو له بېلابېلو لارو فشار راوړي.))

په ورته وخت کې د پروان اوسېدونکي وايي چې د برېښنا شرکت چارواکي د مېتر لوستلو پر مهال د خلکو لګښت څو برابره لوړ حسابوي چې خلک يې د ورکړې توان نه لري.

د چاريکار ښار د يوولسمې ناحيې وکيل فريد احمد رباطي پژواک ته وويل چې برېښنا شرکت هم خپله ستونزې لري، مېترونه سم نه لولي، له ٣ نه ٣٠ جوړوي.
هغه زياته کړه چې د برېښنا ځيني مشتريان کم لګښت لري، په کور کې يوازې يو څراغ لګوي، خو د برېښنا لګښت يې شپږ زره راځي، دا چې لامل يې څه دى، لا هم څرګنده نه ده.

د هغه په خبره، ځيني زورواکي شته چې د برېښنا لګښت نه ورکوي، برېښنا شرکت يې هم د اخيستلو توان نه لري، نو راځي او لګښت يې په عامو خلکو ور اچوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.