ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ځیني چارواکي او ادارې د برېښنا لګښت نه ورکوي

هلمند کې ځیني چارواکي او ادارې د برېښنا لګښت نه ورکوي

author avatar
29 Jan 2018 - 15:57
هلمند کې ځیني چارواکي او ادارې د برېښنا لګښت نه ورکوي
author avatar
29 Jan 2018 - 15:57

لښکرګاه (پژواک، ۹ سلواغه ۹۶): د هلمند د برېښنا رياست مسوولين وايي،چې د دغه ولايت يو شمېر چارواکي د برېښنا لګښتونه نه ورکوي.

تر دې مخکې د کندهار د برېښنا رياست له خوا په لښکرګاه کې د ځايي هغو چارواکو ٣٥ کسيز لېست خپور شوى و چې د برېښنا لګښتونه نه ورکوي.

په دغه لېست کې د دغه ولايت امنيه قومانداني، ملي شورا او د ولايتي شورا ځيني غړي، د ځينو ملکي دولتي ادارو او قومي مشرانو نومونه شامل دي.

د هلمند د برېښنا رييس انجنير نصرالله قانع د سلواغې په ٩مه په يوه خبري ناسته کې وويل، کېداى شي چې د ياد لېست نيمايي سم وي، خو د ټول لېست سموالى يې رد کړ.

هغه زياته کړه، کومو کسانو چې لګښتونه نه دي ورکړي، هغوى اوس خپله د لګښتونو د اصلاحاتو غوښتنه کړې او په څو دورو کې به پخواني لګښتونه هم تحويل کړي.

قانع وايي چې په دې اړه دوی څېړنې کړې او لا هم جريان لري.

د برېښنا رييس دغه راز وويل چې د دغه ولايت ځينې ادارې او اشخاص ۲۱ ميليونه افغانۍ د برېښنا له درکه پوروړي دي، اسناد يې څارنوالۍ ته سپارل شوي څو ورته د حل لاره پيدا کړي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې حبيبې سادات يادې خبري غونډې ته وويل چې د عدالت غوښتونکي دي، هر چا که له لګښت پرته برېښنا مصرف کړې وي، بې عدالتي يې کړې ده.

نوموړې زياته کړه: ((زه خپله په لښکرګاه کې کور نه لرم، خو دغه لېست تر ما پورې هم را رسېدلی دی، د برېښنا رياست مسووليت لري چې د برېښنا په وېش او لګښت راټولولو کې توپيري چلند ونه کړي او عدالت پلى کړي.))

مېرمن سادات د برېښنا د لوړ لګښت په اړه د خلکو شکايت پر ځاى وباله او ويې ويل چې په کابل کې يې له اړوندو مسوولينو سره دا موضوع شريکه کړې ده.

د هلمند د برېښنا رييس وويل چې د دې موضوع حل لاره يې له وزارت سره شريکه کړې ده.

د هلمند ولايتي شورا غړى مجيد اخندزاده چې په ياد لېست کې يې نوم راغلى، وايي چې نوم يې په تېروتنې سره په دغه لېست کې راغلى، تل يې لګښتونه تحويل کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.