ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
29 Jan 2018 - 14:05
په غزني کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
29 Jan 2018 - 14:05

غزني ښار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٦): چارواکي وايي چې په غزني ښار او قره باغ ولسوالۍ کې د نښتو له امله پوليسو او وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اښتې ده.

د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري د سلواغې په ٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني مرکز اړوند په قره باغي او منګور سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د نبرد اهنين تر نامه لاندې عمليات پيل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو پر مهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د نوري په وينا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د چاودنې او نښتې  له امله يو امنيتي سرتېری وژل شوى او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د والي وياند وويل چې په دې عملياتو کې د وسله والو مخالفينو ګڼ موټر او موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې تېره شپه ناوخته د قره باغ ولسوالۍ د موشکي په سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې د نښتې پر مهال پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣ نور ټپيان شوي دي.

دى وايي چې په دې نښته کې دوه سرتېري هم وژل شوي او يو بل ټپي دى.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بيا وايي چې په دغو عملیاتو کې يوازې يو طالب وژل شوى  او د ٩ پوليسو د وژلو ادعا يې وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.