جلال اباد (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۶): په ننګرهار کې مدني فعالانو په کابل او د هېوادو نورو ولايتونو کې وروستۍ پېښې وغندلې او له نړيوالو يې وغوښتل چې له هېواده بهر د ترهګرو مرکزنو د له منځه وړلو په برخه کې دې جدي ګامونه واخلي.
دغه مدني فعالان د سلواغې په ۱۰مه د ننګرهار د ولایت مقام په رسنیو دفتر کې راټول شوي وو او يادې پېښې يې د افغان وژنې دسيسه ياده کړه.
مدني فعال محمد انور سلطاني په کابل، ننګرهار ، هلمند او کندهار ولایتونو کې وروستۍ رامنځته شوې پېښې په کلکو ټکو وغندلې.
هغه زیاته کړه، د ترهګرو د روزنې مرکزونه له ډيورنډفرضي کرښې ها خوا دي او له همغه ځایه په افغانستان کې ترسره شوي وحشي بریدونه پلانیږي ، چې له امله يې بې ګناه مسلمانان وژني.
يو بل مدني فعال او د ننګرهار د مدنی ټولنو د همغږۍ دفتر مشر عبداللطيف واحدي له نړیوالو غوښتنه وکړه چې له هېواده بهر د ترهګرو مرکزونو په له منځه وړلو کې جدي اقدامات وکړي.
په یاد کنفرانس کې یو بل مدني فعال نجیب الله صاحبزاده وروستۍ رامنځته شوې وحشیانه پيښې د اسلام او انسانیت سره په ټکر کې وبللې او زیاته يې کړه، داسې وحشیانه پېښې د افغانانو ارادې نه شي بدلولی.
ده دغه راز وویل، افغانستان د پرمختګ پر لور روان دی او د هېواد دښمنان په بېلا بېلو برخو کې دغه پرمختګونه نه شي زغملی او غواړي په داسې وحشیانه پېښو د افغانانو ارادې بدلې کړي.
یادو مدني فعالانو د امنیتي ځواکونو مېړانه او قربانۍ وستایلې او هم يې ورته د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن