ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ  دوه نورې پېښې ثبت شوي

په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه نورې پېښې ثبت شوي

author avatar
30 Jan 2018 - 15:06
په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ  دوه نورې پېښې ثبت شوي
author avatar
30 Jan 2018 - 15:06

کندهار (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۶): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ  دوه نورې پېښې ثبت شوي چې یوه یې په شاولیکوټ او بله یې په سپین بولدک ولسوالۍ کې ده.

په دې توګه په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۳ ته ورسېد چې یوه یې په همدې میاشت کې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا ریاست اړوند د سوېلي زون د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ۲ نورې پېښې په داسې حال کې ثبتېږي چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې یوازې په همدې ولایت کې د پولیو ۷ پېښې ثبت شوې وې.

هغه زیاته کړه، دوه تازه پېښې د کندهار په سپین بولدک او شاولیکوټ ولسوالیو کې ثبت شوي چې قربانیان یې د ۳۱ میاشتو عمر لرونکی فرید احمد او د ۲۰ میاشتو عمر لرونکې نادیه دي.

دی وايي، په سپین بولدک کې د ثبت شوې پېښې لامل د کرښې هغې غاړې چمن او کچلاک سیمو ته د فرید احمد د کورنۍ تګ راتګ دى او د شاولیکوټ د پېښې لامل دا دی چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې هلته د پولیو د واکسین کمپاین نه دی شوی، ځکه وسله والو مخالفینو پرې بندیز لګولی و.

نوموړي خبر داری ورکړ چې د پولیو ویروس په کندهار او دې زون کې د لېږد رالېږد په حال کې دی او د دغو پېښو د ډېرېدو خطر شته.

ده زیاته کړه، د عامې روغتیا ریاست د پولیو د پېښو له ډېرېدو سره په کندهار او سوېلي زون کې د ماشومانو د واکسین کولو لړۍ چټکه کړې او په هغو سیمو کې یې هم د واکسین د کمپاین اجازه تر لاسه کړې چې وسله والو مخالفینو پرې بندیز لګولی و.

د کندهار د عامې روغتیا رییس عبدالقویم پخلا پژواک اژانس ته وویل، په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۴ پېښې ثبت شوې وې چې ۷ یې یوازې په کندهار کې دي.

هغه زیاته کړه، د دغو پېښو له ډلې ۵ په شاولیکوټ، ۱ په سپين بولدک او ۱ په کندهار ښار کې وې، ۲ پېښې په هلمند کې ثبت شوي چې ۱ په نوزاد او ۱ په نهر سراج ولسوالۍ کې ده، په ارزوګان کې ۱ پېښه ثبت شوې، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۳ پېښې او په کندوز کې ۱ پېښه ثبت شوې ده.

د ده په خبره، دغلته د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو زیاتېدا زموږ لپاره د خطر زنګ دی.

دی وايي، هغه کمپاینونه چې د ماشومانو د واکسینولو په موخه پلان کېږي په ځینو مواردو کې له مشکلاتو سره مخ کېږي.

هغه د کندهار شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېش او غورک ولسوالۍ یادې کړې چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې په کې د پولیو د واکسین کمپاین نه و شوی چې له امله یې تر ټولو ډېرې پېښې په شاولیکوټ کې ثبت شوې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.