فيض اباد(پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د دوو وروستيو ورځو د واورې ورېدو له امله ددې ولايت د ١٤ ولسواليو لارې له مرکز او د ولسواليو له مرکزونو سره تړل شوې دي .
د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيدعبدالله همايون دهقان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو دوو ورځو واورې ورېدو له امله د ياوان، کوهستان، راغستان، خواهان، نسي، کوفاب، شکي مايمي، شهربزرګ او ارغنجخواه ولسواليو نښلونکې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د زيباک، اشکاشم، واخان او شغنان ولسواليو لارې چې په شهدا ولسوالۍ کې له اغرده کوتل نه تېرېږي، د سختې واورې ورېدو په سبب تړل شوې دي.
هغه زياته کړه چې تېره ورځ په راغستان ولسوالۍ کې يو کس د واورې ښويېدنې په سبب مړ شوى او په کوهستان ولسوالۍ کې په پس پل سيمه کې د يوې غونډۍ د ښويېدو له امله څلور تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
د بدخشان ولايت د فوايد عامې رياست مشر انجنير عبدالرووف سعيدي وويل چې د تېرې شپې د سختې واورې ورېدو له امله د فيض اباد-تخار لويه لاره د لنډ مهال لپاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زياته کړه:((زموږ د واورې پاکولو ډله سيمې ته استولې شوې، څو د واورې پاکولو تر څنګ پر يخک مالګې وپاشي چې دغه لار به نن د ورځې تر ٢ بجو پورې د ترافيکو پر مخ پرانېستل شي.))
د عامې روغتيا رياست رييس پژواک ته وويل چې اوسمهال د اغرده کوتل چې د بدخشان سرحدي ولسوالۍ سره نښلوي، د واورې ورېدو له امله چې پنډوالى يې تر څلورو مترو پورې رسېږي، د ترافيکو پر مخ تړل شوى، خو هڅه کېږي چې ډېر ژر د ترافيکو پر مخ پرانېستل شي.
نوموړي زياته کړه چې اوسمهال د فيض اباد- بهارک له لارې د شهربزرګ ولسوالۍ د نښلوونکې لارې د پاکولو کار روان دى، څو دغه مسير د خلکو پر مخ پرانېستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن