فيض اباد(پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): په بدخشان کې ځايي چارواکي وايي چې ددې ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې د يوې خاورينې غونډۍ د ښويېدو پېښه کې څلور تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
د بدخشان د ولايتي شورا غړي محبوب الرحمن طلعت پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کسان تېره ورځ شاوخوا درې بجې په يوه دره کې د شګو پر چاڼ بوخت وو چې د سيمې يوه خاورينه غونډۍ وښويېده او ياد شوي کسان په کې را ګير شول.
نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې د درېيو روغتيايي وضعيت يې نازک ښودل شوى دى.
د کوهستان ولسوال احمد مهر جواد هم ددې پېښې پخلى کوي او وايي چې د پېښې د څرنګوالي او مرګ ژوبلې شمېر معلومولو لپاره يې يو پلاوى ساحې ته استولى دى.
په بدخشان کې دا ډول پېښه نوې نه ده، ددې ولايت اوسېدونکي هر کال په بېلابېلو موسمونو کې د دا ډول طبيعي پېښو په سبب له ځاني او مالي زيانونو سره مخ کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن