ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل سل بستریز روغتون ودانۍ په لوړ لګښت خو په ټيټ کيفيت جوړه شوې

د سرپل سل بستریز روغتون ودانۍ په لوړ لګښت خو په ټيټ کيفيت جوړه شوې

author avatar
30 Jan 2018 - 09:46
د سرپل سل بستریز روغتون ودانۍ په لوړ لګښت خو په ټيټ کيفيت جوړه شوې
author avatar
30 Jan 2018 - 09:46

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې څرګندوي چې د سرپل ولايت سل بستريز روغتون ودانۍ بې کيفيته جوړه شوې او د دې ودانۍ ځينې برخې د يوه کال په تېرېدو زیانمن شوي او ځيني سيستمونه يې له کاره لوېدلي دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه روغتون ودانۍ چې ١٨ بلاکونه لري، په ١٣٨٨ کال کې پيل شوې او د ١٣٩٥ کال په ليندۍ مياشت کې د (نيوجان ګروپ) شرکت له لوري د ٢٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت د افغان دولت له پراختيايي بوديجې بشپړه شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت د ودانيو رييس انجنير عبدالظهور سهاک له لوري پژواک خبري اژانس ته ورکړي اسناد څرګندوي چې دا پروژه د عامې روغتيا وزارت يوه پلاوي تسليم کړې ده.

دا پروژه په داسې حال کې تسليم شوې چې کار يې بې کيفيته دى.

 د عامې روغتيا وزارت د ١٣٩٦ کال د ليندۍ ٧مې نېټې مکتوب چې د نيوجان ګروپ شرکت ته ليکلى شوى، په کې راغلي چې د سل بستريز روغتون د هنګر مخامخ سړک کانکرېټ خراب شوى، د لفټ يوه پايه او د ټولو دوه پله يي دروازو چپراسونه له کاره لوېدلي، د جراحي د دويم پوړ تشناب اوبه اخيستې، د لاس مینځلو ځایونو شيردانونه غير فعال دي، تشنابونه د هوا ایستلو سيستم نه لري، په نسايي- ولادي عمليات خانه کې د اوبو وتلو ځاى نشته، په سرخړونه کې کف شوى نشته، د زېرمه شوو اوبو د فلټر سيستم يې له اته ميلي وسپنيز پوښ جوړ شوى چې د کارونې وړ نه دى، د عمليات خونې لاس مينځى معياري نه دى، له شپږو ايرکنډېشنونو دوه فعال دي، د تېلو د زېرمه ځاى کانکرېټ غولى ناست دى، د اکسېجن نلونه ليک شوي، ګټه درې نه اخيستل کېږي، په اکسري خونه کې له راډيو اکټيف وړانګو د مخنيوي لپاره له سربو کار اخيستل شوى دى.

د روغتون امر ډاکتر محمدرستم رجبي هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روغتون ودانۍ پر غیر معیاري جوړېدو سربېره د يوه کال په تېرېدو د دې ودانۍ په ځينو برخو کې ستونزې پیدا شوې دي.

هغه همدارنګه پژواک ته وويل چې د دې ودانۍ لفټونه له کاره لوېدلي، د ودانۍ د ځينو برخو پلسترونه غورځېدلي، رنګ يې هم خراب شوى، د ودانۍ د اوبو تودولو سيستم له کاره لوېدلى، د دېوال ځينو برخو نم پيدا کړى او ودانۍ “نا منظم نشست” کړی دى.

هغه زياته کړه چې د دې ودانۍ په غولي کې د مزايکو پر ځاى له پلاستیک نه کار اخيستل شوى او اوسمهال پلاستيک له غولي جلا شوى او ترې لاندې اوبه پيدا شوې دي.

ډاکټر رجبي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې ګرد او خزندې په اسانۍ سره روغتون ته ننوځي؛ ځکه چې د ودانۍ غولى د ځمکې له سطحې سره برابر دى، شته تشنابونه هواکش نه لري او د روغتون د انګړ زرغونتيا ته هم د اوبو لګولو سيستم نه دى لګول شوى.

خو د عامې روغتيا وزارت د ودانيو رييس پژواک ته وويل چې د تړون له مخې د روغتون د ودانۍ فرش لينوليوم يو ډول دى چې ميکروب نه پرېږدي، مزايکې یې له روغتيايي او انجنيري لحاظه معياري نه دي، مکروبونه په اسانۍ سره په کې ځاى نيولى شي.

د نيمګړتياوو په لرې کولو کې د شرکت مکلفيت

سهاک وويل: ((دا چې د پلستر يوه برخه، لفټ، د اوبو سړولو او تودولو سيستم غير فعال دی، پر دې اساس د ساختمانونو رياست په رسمي ډول د مکتوب له لارې پلي کوونکي شرکت (نيوجان ګروپ) ته خبر ورکړى، په هغه صورت کې چې شرکت يې د اصلاح اقدام ونه کړي، د تدارکاتو قانون له مخې د تاميناتو پيسې (٥٠٠ امريکايي ډالر) وضع کېږي او ترميماتو پرې کېږي.))

نوموړي د روغتون د انګړ لپاره د زرغونتيا سيستم د نشتوالي په اړه وايي: ((څنګه مو چې يادونه وکړه، هېڅ قلم د تړون له لاسليک پرته په ساحه کې نه شي پلی کېداى، دا چې د زرغونتيا او نورو چارو په برخه کې د ډاکتر صاحب فرمايشات زيات دي؛ ځکه کولى شي چې د قرارداد اسنادو ته مراجعه وکړو، که چېرې ستونزه حل نه شي، په رسمي ډول د وزارت له مرکز نه تفاضا طلب او بشپړه کړي.))

په ورته وخت کې د سرپل د عامې روغتيا مشر ډاکتر نورالحق جليس پژواک ته وويل چې د تړون له مخې، نيوجان شرکت باید د ودانۍ له جوړېدو يو کال وروسته هغه وسپاري، خو لا له مخکې بايد په کار کې شته نيمګړتياوې سمې کړي.

خو پر دې سربېره هم چې يو کال تېر شوى، د ولايت مقام او عامې روغتيا رياست څو ځلې غوښتنه کړې، شرکت تر اوسه پورې هم د دويم ځلي ترميم لپاره اقدام نه دى کړى.

هغه څرګنده کړه چې د دغه روغتون ودانۍ د عامې روغتيا رياست پلاوي له لوري تسليم شوى او د سرپل د عامې روغتيا رياست په کې رول لري.

خو انجنير سهاک په دې اړه وويل چې د کار تسليمي بشپړه شوې او د وزارت له مرکز نه د ګډ پلاوي له لوري چې د سرپل عامې روغتيا رياست او اړوندې ادارې په کې وې، ترسره شوې.

د سرپل د عامې روغتيا مشر ادعا کوي چې د دې ودانۍ جوړولو په وخت کې کوم بل څوک د عامې روغتيا رييس و چې د کار له جريان نه يې سمه څارنه نه ده کړې.

د سرپل د عامې روغتيا پخواني مشر محمد التين د دې ادعا د رد تر څنګ وويل، کله چې رييس و، د دې ودانۍ ٥٠ سلنه کار مخې ته تللى و، ده يې د کار کيفيت ته پاملرنه کوله، خو اصلي څار د عامې روغتيا وزارت له لوري کېده.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت په دې اړه پژواک ته وويل: ((دا چارواکي چې له دوى (قرارداد) سره اړيکه لري که نه، زه نه يم خبر، خو د دوو کلونو او درېيو مياشتو په ترڅ کې چې زه دلته راغلى يم، تر اوسه مې د سرپل د روغتون جوړولو ناسم او غير معياري ترسره کېدونکى کار تر اوسه له رسنيو او حکومت سره شريک کړى دى، يو ځل نه څو څو ځلې مو دا غږ اوچت کړى، خو له بده مرغه چې ګټه يې نه ده کړې.))

هغه زياته کړه، قراردادي لا هم پروژه په رسمي ډول نه ده سپارلې، د روغتون امريت د شته اړتيا له مخې دغه ودانۍ ته لېږدول شوى دى.

والي وويل چې والي حتى دې ته هم حاضر نه دى چې سرپل ته راشي.

د تضمين او اضافه کارۍ د پيسو ترلاسه کولو کې ابهام

د سرپل والي وايي: ((دغه قراردادي د سرپل ولايت له تصديق او حتى د تضمين له پيسو پرته، په دې وروستيو کې په دې هم خبر شوى يم چې ميليونونه افغانۍ يې د اضافه کاري په نوم هم اخيستې دي.))

وحدت له عدلي او قضايي ارګانونو هم وغوښتل چې دا موضوع وڅېړي.

خو د عامې روغتيا وزارت د ودانيو رييس انجنير سهاک په دې اړه وويل: ((شاوخوا پنځه سوه زره ډالر د پروژې د کيفيت تضمين دى چې د تدارکاتو قانون له مخې له ادارې سره خوندي دي او تر اوسه نه دي اجرا شوي، که چېرې محترم شرکت د نيمګړتياوو د لرې کولو لپاره حاضر شي، د تاميناتو پيسې ورکول کېږي، خو که دا کار ونه کړي، نو د تدارکاتو د قانون له مخې يې د تاميناتو پيسې نه ورکول کېږي.))

هغه زياتوي: ((د جناب والي صاحب نظر له کافي معلوماتو پرته وړاندې شوى، د تاميناتو پيسې خوندي دي، تر اوسه پورې کومه اضافه کاري نه ده ورکړل شوې.))

دا په داسې حال ده چې د نيوجان ګروپ شرکت مرستيال انجنير مقصود وايي چې د اضافه کاري پيسې يې اخيستې دي، خو د تضمين پيسې يې تر اوسه نه دي ترلاسه کړې.

نوموړي د پروژې د کيفيت په اړه وويل چې له قرارداد سره سم يې کار کړى او په نږدې ورځو کې به د ودانۍ د نيمګړتياوو د لرې کولو اقدام وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.