کابل (پژواک،١٠ سلواغه ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د وروستيو بريدونو د ټپيانو د ليدنې پرمهال وويل چې د خپلو هېوادوالو د وينې غچ به واخلي.
په دې وروستيو کې په کابل، ننګرهار، کندهار او هلمند ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو د ډله ييزو بريدونو له امله سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. له همدې امله د افغانستان حکومت، وړمه ورځ په ټول هېواد کې ملي ماتم، پرون په کابل کې رخصتي او نن په ټول هېواد کې د فاتحې او دعا مراسم نيولي وو.
د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن ماسپښين په کابل کې د وروستيو ترهګريزو پېښو د ځينو ټپيانو د پوښتنې لپاره غازي امان الله خان روغتون ته ورغى.
سرچينه کاږي، ولسمشر غني د ټپيانو د پوښتنې پرمهال هغوى ته وويل:"زه ستاسې د هر يوه درد احساسوم او ډاډه اوسئ چې د خپلو هېوادوالو د وينې غچ اخلم."
هغه د ياد روغتون له روغتيايي کارکوونکو مننه وکړه او ويې ويل چې د ټپيانو د رسېده ګي لپاره يې چې کوم پلاوی ټاکلی و، د مسوولينو او ډاکټرانو له کړنو خوښ وو او خلک پر غازي امان الله خان روغتون د پانګونې پايله نن ويني.
نوموړي د ياد روغتون چارواکو ته وويل: "هر ډول امکاناتو ته چې اړتيا ولرئ، په واک کې به درکړل شي."
معالجو ډاکترانو هم وويل چې د ټپيانو د درملنې لپاره له ټولو شته امکاناتو ګټه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن