ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې تېره مياشت د  سپي داړلو ۱۰۰پېښې ثبت شوې دي

په بدخشان کې تېره مياشت د سپي داړلو ۱۰۰پېښې ثبت شوې دي

author avatar
30 Jan 2018 - 15:36
په بدخشان کې تېره مياشت د  سپي داړلو ۱۰۰پېښې ثبت شوې دي
author avatar
30 Jan 2018 - 15:36

فيض اباد(پژواک،۱۰سلواغه ۹۶): په بدخشان کې کوڅه ډبي او په  ربيس ناروغۍ ککړ  ( ليوني سپي ) د خلکو روغتيا ته ګواښ پېښ کړی او يادو سپيو تر اوسه لسګونه کسان داړلي او د هغوی روغتيا يې له ګواښ سره مخ کړې ده.

د بدخشان ولايت د عامې روغتيا ادارې رييس ډاکټر نور خاوروي، د سپيو داړلو د پېښو زياتېدل تاييد کړل او ويې ويل چې دوی په تېره يوه مياشت کې د سپي داړلو سل پېښې ثب کړې دي او زيانمنو کسانو ته د عامې روغتيا رياست له خوا د ليوني سپي ناروغۍ ضد واکسين تطبيق شوي دي.

نوموړي وويل چې د بدخشان ولايت د عامې روغتيا رياست د ياد شوې ستونزې د لرې کولو لپاره تدابير نيولي، زياته يې کړه چې کوڅه ډبي سپي نه يوازې د بدخشان په مرکز، بلکې د ياد شوي ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې د خلکو لپاره يوه ستونزه رامنځ ته کړې ده.

خاوري زياته کړه چې د عامې روغتيا ادارې له خوا د ليوني سپي واکسين په وړيا ډول وړاندې کېږي، خو بايد له دې ستونزې څخه د دايمي ژغورنې لارې چارې ولټول شي.

د بدخشان د عامې روغتيا رييس زياته کړه، دوی په پام کې لري چې د ياد شوي ولايت د ښاروالۍ او کرنې رياست په همکارۍ سره، د کوڅه ډبو سپيو د له منځه وړلو لپاره کمپاين وکړي، څو خلک له دې ستونزې څخه خلاص شي او هغه کسان چې د ليوني سپي له خوا داړل کېږي، بايد ژر تر ژره د عامې روغتيا رياست ته ورشي، څو هغوی ته د ياد شوې ناروغۍ ضد واکسين ولګول شي.

هغه وويل:" هغه کسان چې د ليوني سپي له خوا داړل کېږي، له ۲۰ تر ۲۵ ورځو وخت لري چې عامې روغتيا ته ورشي، خو د سپي له خوا داړل شوې برخه او وخت هم توپېر کوي، که داړل شوې برخه سر ته نږدې وي، ناروغي په ۲۴ساعتونو کې منفي اغېزه کوي."

د بدخشان د عامې روغتيا رييس وويل چې تر اوسه د عامې روغتيا رياست ته له درايم، ارګو، شهربزرګ، بهارک،شهدا، راغستان ولسواليو او ځينو نورو سيمو څخه د سپي داړلو پېښې راغلې دي.

د ربيس يا ليوني سپي ناروغي، هغه ويروس دی چې پر عصبي سيستم بريد کوي، چې د فلج او ان د سملاسي درملنې نه کېدو په صورت کې د مرګ لامل ګرځي.

د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحيم د ليوني سپيو او له دې امله د را پيدا شويو ستونزو په اړه وويل:" زموږ په سيمه کې ليوني سپي ډېر زيات دي او د شپې مهال له خپل کور څخه د باندې نه شو را وتلای او له دولت څخه هيله لرو چې دغه سپي له منځه يوسي، موږ له دې امله اندېښمن يوو. "

د بدخشان ولايت د درايم ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب الله په دې ولسوالۍ کې د لېونيو سپيانو پر ډېرېدود اندېښنې ښودلو تر څنګ وويل:((تېره اوونۍ له کوره راوتم، سپې راباندې حمله وکړه، په پښه يې وخوړم، د ولسوالۍ کلينيک ته يې يوړم، خو ډاکټرانو ويل چې لېوني سپي خوړلى يې، بايد ولايتي روغتون ته د واکسينو لپاره مراجعه وکړې.))

نوموړي زياته کړه چې يو ځل يې واکسين کړى، اوس يې روغتيايي وضعيت ښه دى، د ډاکټرانو د لارښوونې له مخې بايد درې ځله نور واکسين هم وکړي.

د هغه په خبره، په درايم ولسوالۍ کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د لېونيو سپيانو شمېره لوړېږي او خلک اندېښمن دي، حکومت په ځانګړي ډول د عامې روغتيا رياست او نور ارګانونه بايد په دې برخه کې جدي او بېړنى کار  وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.