کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د وروستيو پېښو د قربانيانو لپاره دعا وشوه او فاتحه يې واخيستل شوه.
په دې وروستيو کې په کابل، ننګرهار، کندهار او هلمند ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو د ډله ييزو بريدونو له امله سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د افغانستان حکومت وړمه ورځ په ټول هېواد کې ملي ماتم ، پرون په کابل کې رخصتي او نن په ټول هېواد کې د فاتحې او دعا مراسم نيولي وو.
په کابل کې د فاتحې او دعا مراسم په ارګ کې نيول شوي وو، چې په کې ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو ګډون کړى وو.
له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني او ټولو ګډونوالو د وروستيو پېښو د قربانيانو روح او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره دعا وکړه او د خدای تعالی په دربار کې يې ټپیانو ته د روغتیا او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر هیله وکړه.
سرچينې ويلي، په دې مراسمو کې پر ولسمشر غني او لومړۍ مېرمن سربېره، د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، اجرايیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د اجرايیه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق، د کابینې، ملي شورا، علماوو شورا، د سولې عالي شورا او د سترې محکمې عالي شورا ځینو غړو، د جمهورريیس سلاکارانو، د وسله وال پوځ جنرالانو او منسوبینو او د هېواد ملي او سیاسي شخصیتونو ګډون درلود.
دغه راز په ننګرهار، کندهار، هرات، اروزګان، لغمان او ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې هم د يادو پېښو دقربانيانو لپاره دعا وشوه او فاتحه واخيستل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن