د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه نورې پېښې ثبت شوي

په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه نورې پېښې ثبت شوي

Jan 30, 2018 - 15:06

کندهار (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۶): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ  دوه نورې پېښې ثبت شوي چې یوه یې په شاولیکوټ او بله یې په سپین بولدک ولسوالۍ کې ده.

په دې توګه په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۳ ته ورسېد چې یوه یې په همدې میاشت کې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا ریاست اړوند د سوېلي زون د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ۲ نورې پېښې په داسې حال کې ثبتېږي چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې یوازې په همدې ولایت کې د پولیو ۷ پېښې ثبت شوې وې.

هغه زیاته کړه، دوه تازه پېښې د کندهار په سپین بولدک او شاولیکوټ ولسوالیو کې ثبت شوي چې قربانیان یې د ۳۱ میاشتو عمر لرونکی فرید احمد او د ۲۰ میاشتو عمر لرونکې نادیه دي.

دی وايي، په سپین بولدک کې د ثبت شوې پېښې لامل د کرښې هغې غاړې چمن او کچلاک سیمو ته د فرید احمد د کورنۍ تګ راتګ دى او د شاولیکوټ د پېښې لامل دا دی چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې هلته د پولیو د واکسین کمپاین نه دی شوی، ځکه وسله والو مخالفینو پرې بندیز لګولی و.

نوموړي خبر داری ورکړ چې د پولیو ویروس په کندهار او دې زون کې د لېږد رالېږد په حال کې دی او د دغو پېښو د ډېرېدو خطر شته.

ده زیاته کړه، د عامې روغتیا ریاست د پولیو د پېښو له ډېرېدو سره په کندهار او سوېلي زون کې د ماشومانو د واکسین کولو لړۍ چټکه کړې او په هغو سیمو کې یې هم د واکسین د کمپاین اجازه تر لاسه کړې چې وسله والو مخالفینو پرې بندیز لګولی و.

د کندهار د عامې روغتیا رییس عبدالقویم پخلا پژواک اژانس ته وویل، په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۱۴ پېښې ثبت شوې وې چې ۷ یې یوازې په کندهار کې دي.

هغه زیاته کړه، د دغو پېښو له ډلې ۵ په شاولیکوټ، ۱ په سپين بولدک او ۱ په کندهار ښار کې وې، ۲ پېښې په هلمند کې ثبت شوي چې ۱ په نوزاد او ۱ په نهر سراج ولسوالۍ کې ده، په ارزوګان کې ۱ پېښه ثبت شوې، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۳ پېښې او په کندوز کې ۱ پېښه ثبت شوې ده.

د ده په خبره، دغلته د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو زیاتېدا زموږ لپاره د خطر زنګ دی.

دی وايي، هغه کمپاینونه چې د ماشومانو د واکسینولو په موخه پلان کېږي په ځینو مواردو کې له مشکلاتو سره مخ کېږي.

هغه د کندهار شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېش او غورک ولسوالۍ یادې کړې چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې په کې د پولیو د واکسین کمپاین نه و شوی چې له امله یې تر ټولو ډېرې پېښې په شاولیکوټ کې ثبت شوې وې.

پخلا ومنله چې وسله والو مخالفینو په دغو ولسوالیو کې د پولیو کمپاین ته اجازه نه ورکوله.

خو ده وویل چې له ډېرو اړیکو، خبرو او هڅو وروسته یې اجازه تر لاسه کړه چې له اوږد ځنډ وروسته په دغو ولسوالیو کې د پولیو د کمپاین اجازه تر لاسه کړي.

ده زیاته کړه: ((ماشومان باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي.))

نوموړي له دولتي چارواکو، وسله والو مخالفینو او خلکو وغوښتل چې په ګډه لاس سره ورکړي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسول شي او ژوند یې له خطر څخه وژغورل شي.

د عامې روغتیا رییس ځینې نور لاملونه هم یاد کړل چې دغلته یې د پولیو خطر ډېر کړی.

ده وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ پراخ تګ راتګ د دې لامل شوی چې د پولیو ویروس له یوه ځایه بل ته ولېږدي.

هغه د دې تر څنګ بله ستونزه د جګړو له امله د بې ځایه شوو کډوالو یاده کړه چې په کندهار کې مېشت شوي او کمزورې شخصي او محیطي حفظ الصحه یې د دغه ویروس خپرېدو ته زمینه برابره کړې ده.

یوه بله ستونزه چې پخلا ډېره جدي وګڼله او هغه دا چې لا هم په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement