ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: اندړو کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونډې هوايي بريد شوى

چارواکي: اندړو کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونډې هوايي بريد شوى

author avatar
30 Jan 2018 - 17:15
چارواکي: اندړو کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونډې هوايي بريد شوى
author avatar
30 Jan 2018 - 17:15

غزني ښار(پژواک،١٠سلواغه٩٦): د غزني چارواکي وايي چې امريکايي ځواکونو په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يوې لويې غونډې هوايي بريد کړى، خو طالبان بيا دغه موضوع ردوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امريکايي ځواکونو نن له غرمې وروسته د اندړو ولسوالۍ په اتل سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوې لويې غونډې هوايي بريد کړى دى.

نوري زياته کړه: (( طالبان په دې ځاى کې را غونډ شوي وو او غوښتل يې ترڅو په دغه ولايت کې د روانو عملياتو مخه ونيسي خو  تر بريد لاندې راغلل.))

ده وويل چې په دې بريد کې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه په ډاګه نه ده.

دغه راز د اندړو يوه اوسېدونکي محمد شاه هم پژواک ته وويل چې نن له غرمې وروسته په اتل سيمه کې هوايي بريد شوى دى.

هغه وايي: (( په دې سيمه کې ملکي خلک هم شته دي خو تر اوسه معلومه نه ده چې په دې بريد کې څوک وژل شوي دي؟))

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د اتل په سيمه کې هوايي بريد شوى دى.

خو زياته يې کړه چې طالبانو نه په دغه سيمه کې غونډه درلوده او نه هم د دې بريد له امله طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وويل: (( طالبان په دغه شان حساسو شرايطو کې هېڅ مهال لويې غونډې نه جوړوي.))

د يادونې ده چې له تېرې جمعې ورځې راهيسې د غزني په اندړو او ځينو نورو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.