ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ای سي ار سي: افغانستان کې ٢٠١٧ زموږ لپاره ستونزمن کال و

ای سي ار سي: افغانستان کې ٢٠١٧ زموږ لپاره ستونزمن کال و

author avatar
31 Jan 2018 - 18:03
ای سي ار سي: افغانستان کې ٢٠١٧ زموږ لپاره ستونزمن کال و
author avatar
31 Jan 2018 - 18:03

کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) افغانستان کې ٢٠١٧ زيږديز کال د ځان لپاره له ننګونو ډک بللى، خو وايي چې دغه کمېټه د تېرو ٣٠ کلونو په څېر ژمنه پاتې شوې او دغه راز به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د څانګې مشرې مونيکا زناريلي ويلي چې په ٢٠١٨ کال کې به د افغانستان لپاره د دې کمېټې د خدمتونو وړاندې کول متفاوت وي؛ ځکه ٢٠١٧ زېږديز کال افغانستان کې د يادې کمېټې لپاره له ګواښونو ډک کال و.

نوموړي وويل: "د ٢٠١٧ زېږديز کال په جنورۍ مياشت کې چې کله زموږ يو همکار په کندوز کې برمته شوى و او بيا پرېښودل شو، موږ يې د خوشي کېدو په اړه ډېره خوښي څرګنده کړه، خو له هغه څو ورځې وروسته د فبروري مياشتې په پيل کې، زموږ يو اته کسيز پلاوى چې د څارويو د وېش لپاره سفر کړى و، له بريد سره مخ شول؛ شپږ کسان يې ووژل شول او دوه نور برمته شول، خو دا پېښه د دې لامل شوه چې موږ اووه مياشتې شپه او ورځ کار وکړو او دوى د مخالفينو له زندان راخوشي کړو."

مونيکا زناريلي زياته کړه، کله چې د سره صليب ياد دوه کسان ازاد شول نو د يادې کمېټې يو بل همکار چې په مزارشريف ښار کې يې د دغې کمېټې د فزيوتراپيست په توګه کار کاوه، د يوه ناروغ له لوري په ډزو ووژل شو چې له همدې امله ٢٠١٧ کال د سره صليب کمېټې لپاره يو نسبتاً له غم ډک کال و.

د سره صلېب نړيوالې کمېټې د څانګې مشرې وويل، پر ننګونو سربېره یې د افغانستان په شمال کې د کارکوونکو پر وړاندې د امنيتي خطرونو د راکمولو او يادې ستونزې ته د حل لارې موندلو لپاره خپل فعاليتونه وځنډول.

هغې زياته کړه: "ای سي ار سي به په ٢٠١٨ زېږديز کال کې هم د تېرو ٣٠ کلونو په څېر ژمن پاتې کېږي او خدمتونه به وړاندې کوي، خو په روان کال کې د يادې کمېټې خدمتونه په جلا او متفاوت ډول وي."

مونيکا زناريلي زياته کړه: "په ٢٠١٨ کال کې به د ای سي ار سي عمده بدلونونه د افغانستان په شمال چېرته به چې زموږ حضور ډېر کم شي؛ موږ بيا هم پر ممکنه لارو چارو فکر کوو، څو د خدمتونو مسووليت او د ارتوپيدۍ مرکز به په مزار کې هغه همکار او يا بنسټ ته وسپارو، څو ناروغانو ته ورته کيفيت خدمتونه وړاندې کړي او نور په ټول افغانستان کې به زموږ شتون په همدا ډول دوام ومومي او کوم بدلون به پکې رامنځته نه شي. "

نوموړې وويل، بل هغه څه چې بدلون به په کې رامنځته شي، د امنيتي خطرونو له امله کليوالو سيمو ته د لاسرسي په موخه د سره صليب کمېټې؛ ظرفيت دى.

هغې دغه راز ټينګار وکړ چې د سره صليب نړيوالې کمېټې همکاري به له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره دوام ولري او لا به پياوړې شي، څو په لرو پرتو سيمو کې زيان ليدونکو کسانو ته لاسرسي وشي. پر دغه بنسټ به د سره صليب نړيوالې کمېټې د خدمتونو تناسب او ژمنې ډېر بدلون ونه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.