ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دايکنډي د بادامو حاصلات لوړ شوي خو بيه يې ټيټه شوې ده

د دايکنډي د بادامو حاصلات لوړ شوي خو بيه يې ټيټه شوې ده

author avatar
31 Jan 2018 - 17:18
د دايکنډي د بادامو حاصلات لوړ شوي خو بيه يې ټيټه شوې ده
author avatar
31 Jan 2018 - 17:18

نيلي (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): په دايکنډي ولايت کې چارواکي او بڼوال وايي، سره له دې چې سږ کال په دغه ولايت کې د بادامو حاصلات ٢٠ سلنه زيات شوي، خو په بازارونو کې د دې وچې مېوې په بيه کې د پام وړ ټيټوالى راغلى دى.

د غور ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مشر سيد عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د بادامو حاصلات ٢٤زره مټريک ټنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال ١٦ زره مټريک ټنو ته رسېدل، دا توپير په روان کال کې د بادامو په حاصلاتو کې ٢٠ سلنه زياتوالى ښيي.

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې سږ کال د بادامو د توليد کچه لوړه شوې، خو په کورنيو بازارونو کې د کرنيزو محصولاتو په بيو کې د پام وړ ټيټوالى راغلى دى.

د نوموړي په خبره، هر کال د يو من( اووه کيلو) بادامو پېر او پلور په زر افغانۍ کېده، خو سږ کال يې بيه ٧٠٠ افغانيو ته ټيټه شوې ده.

تېر کال د بادامو د پېر او پلور بازار ډېر تود و او د دايکنډي اسېدونکي ددې کرنيز محصول له پلور نه ښه عوايد لرل.

خو د دايکنډي اوسېدونکي وايي چې سږ کال د بادامو بيې ټيټ والى او له بڼوالو د ملاتړ نشتوالى ددې سبب شوى چې ځايي سوداګر د ملي او نړيوالو سوداګرو په نشتوالي کې د بادامو کرنيز محصولات  په ډېره ټيټه بيه پلوري  چې له اړخه کروندګر اقتصادي زيان ګوري.

د دايکنډي يوه کروندګرعلي دانش پژواک ته وويل چې له نېکه مرغه سږ کال يې د بادامو حاصلات لوړ شوي، خو له بده مرغه چې بيه يې ډېره ټيټه شوې چې دغه ستونزو کروندګر زيات زيانمن کړي دي.

د بادامو يو ځايي سوداګر خداداد وايي چې تېر کال يې يو من ينګکي بادام په زر افغانۍ پېرل، سږ کال يې بيه شپږ سوه افغانيو ته را ټيټه شوې ده.

له بلې خوا د دايکنډي ځيني بڼوال او کروندګر په دغه ولايت کې د بادامو د پروسس فابريکې له نشتوالي شکايت کوي  او وايي، سره له دې چې له ډېر پخوا نه د دغه ولايت ګڼ شمېر خلک د بادامو په توليد، پېر او پلور بوخت دي، خو حکومت تر اوسه پورې يې د بادامو د پروسس فابريکې په اړه اقدام نه دى کړى.

د دايکنډي د مرکز اوسېدونکي او بڼوال علي وويل: ((دولت اصلا په دې برخه کې کار نه دى کړى، موږ تمه لرو چې د بادامو د ساتنې او پروسس فابريکې جوړې کړو.))

په ورته وخت کې د دايکنډي د کرنې مشر د يادو  نيوکو د تاييد تر څنګ په ټولو ولسواليو  کې د بادامو پروسس فابريکې د جوړولو خبره کوي.

ځايي چارواکي وايي چې د بڼ د دغو محصولاتو د بازار موندنې لپاره چندان کار نه دى شوى، خو له تېرو څو کلونو راهيسې د اطلاعاتو او کلتور رياست د کروندګرو په همکارۍ د بادام ګل دوديز جنش جوړوي، څو په لارې يې کرنيز محصولات نورو ته ور وپېژني.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.