ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز- ډنډپټان سړک د ترمیم لپاره پیسې اخیستل شوې، خو جوړ شوی نه دی

د ګردېز- ډنډپټان سړک د ترمیم لپاره پیسې اخیستل شوې، خو جوړ شوی نه دی

author avatar
31 Jan 2018 - 16:21
د ګردېز- ډنډپټان سړک د ترمیم لپاره پیسې اخیستل شوې، خو جوړ شوی نه دی
author avatar
31 Jan 2018 - 16:21

ګردېز (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د ګردېز- ډنډپټان سړک د بيارغونې لپاره لسګونه ميليونه افغانۍ ترلاسه شوې دي خو د سړک د ترميم چارې نه دي ترسره شوې.

بل لور ته د پکتيا خلک او سوداګر د ګردېز- ډنډپټان سړک له خراب حالته شکايت کوي او وايي چې پر دې لاره د تګ راتګ پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

سوداګر وايي چې د لارې خرابوالي يې پر کاروبار ناوړه اغېز کړی او ډېری مهال يې توکي خراب او موټرو ته عوارض پيدا کېږي.

ياده لويه لاره کابو ۸۵ کيلومتره اوږدوالی لري چې له نهو ولسواليو په تېرېدو مرکز ګردېز له سرحدي ولسوالۍ ډنډپټان سره نښلوي.

شاوخوا څلور کاله وړاندې د دې مهمې سوداګريزې لويې لارې د ترميم لپاره د ټولګټو چارو وزارت له خوا ۱۹۹ ميليونه افغانۍ منظورې شوې وې.

سيمه ييز چارواکي وايي چې د دې پيسو نيمايي قراردادي شرکت ترلاسه کړې خو سړک اوس هم ويجاړ پروت دى.

د دغه سړک په اړه د ميرزکې ــ ګردېز يوه ټکسي چلوونکی ضابط خان پژواک ته وويل چې د لارې د خرابوالي له امله نږدې ځای ته هم په زيات وخت کې رسېږي او د ژمي په موسم کې يې ستونزې لا زياتېږي.

نوموړي وويل: ((دا لاره ډېره خرابه ده، له حکومته غواړو چې دا راته جوړه کړي، ډېر په تکليف يو.))

د دې لويې لارې د لويو موټرو يو چلوونکی عبدالله هم وايي چې لاره کنډې او کپر ده چې له امله يې ډېرى وخت موټر په لار کې خرابېږي.

ده وويل: ((لاره خو نو داسې دربدره ده او موږ يې هم تباه کړو، ډېر کراره ځو، په هغه کې هم وخت زيات لګېږي او هم مصرف زياتېږي، ځیني وخت چې موټر عوارض وکړي، بيا نو هغه تاوان بېل وي او د وخت ضايع کېدل بېل، له دې لارې ډېر تاواني يو.))

د څمکنيو د لواړې خولې سيمې اوسېدونکی حاجي نورالدين هم په دې اړه پژواک ته شکايت کوي او وايي چې دغه سړک ته د پيسو له منظورېدو وروسته يې څو ځلې د سړک د ترميم خبرې اورېدلې، خو په عمل کې يې څه نه دي ليدلي.

نورالدين له ولايتي او مرکزي چارواکو غواړي چې د سړک د ترميم چاره جدی تعقيب او غفلت يا فساد کوونکي کسان تشخيص او سزا ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.