کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٦): د ريختر ٦.١ درجه زلزلې چې مرکز يې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و، د افغانستان، هند او پاکستان ځينې برخې ولړزولې.
د پېښو سره د مبارزې چمتو والي ادارې په خبرپاڼه کې چې کاپي يې پژواک ته رسېدلې، راغلي زلزله د هندوکش غرونو کې رامنځته شوې او مرکز يې د بدخشان د جرم ولسوالۍ کې تر ځمکه ١٨٠ کيلومتره لاندې ښودل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دې زلزلې پر کابل سربېره، خوست، کونړ، پنجشېر، پروان، باميان، ننګرهار، ګردېز، بلخ، لوګر او ځيني نور ولايتونه لړزولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د اضطرار حالاتو د عملياتو مرکز د اړيکې له مخې، تر اوسه پورې په کابل او نورو ولايتونو کې د زلزلې د مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.
له بلې خوا د امريکا د ځمک پېژندنې سازمان ادارې راپور ورکړى چې دغه زلزلې نن له غرمې وړاندې شاوخوا ١١:٤٠بجې کابل او د افغانستان ځينې نورولايتونه لزړولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن