ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک د سلام مخابراتي شبکې له لارې هم د خبررسونې خدمتونه پيل کړل

پژواک د سلام مخابراتي شبکې له لارې هم د خبررسونې خدمتونه پيل کړل

author avatar
1 Feb 2018 - 15:06
پژواک د سلام مخابراتي شبکې له لارې هم د خبررسونې خدمتونه پيل کړل
author avatar
1 Feb 2018 - 15:06

کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې په همکارۍ د لنډ ټيليفوني پيغام (SMS) له لارې د اطلاع رسونې پروګرام په رسمي ډول، نن د سلواغي په ۱۲مه پيل کړ، څو هېوادوال د موبايل ټيليفونونو له لارې د هېواد له بېلابېلو مهمو پېښو خبر کړي.

پژواک ژمن دى چې د سلام شبکې له لارې د هېواد مهمې پېښې په کم وخت کې تر هېوادوالو پورې ورسوي او دغه راز به ورزشي خبرونه، د تېلو او ګازو بيې، د اسعارو بيې د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه معلومات د سلام شبکې ټيليفون لرونکو ته وړاندې کړي او په راتلونکي کې هم په کره او متوازن ډول خلکو ته د اطلاع رسونې د اسانتياوو برابرولو په برخه کې د يادې چارې د بډاينې لپاره نور ګامونه هم واخلي.

د پژواک دا خدمات چې اوسمهال د سلام شبکې، په مشارکت سره پيل شوي، د افغان بېسیم، روشن او ام ټي ان شبکو کې له مخکې څخه فعال و او پژواک پلان لري چې دغو خدمتونو ته د لنډو پيغامونو (SMS) په واسطه د اتصالاتو مخابراتي شبکې له لارې هم پراختيا ورکړي.

د لنډو پيغامونو (SMS) کڅوړې په لاندې ډول دي:

له ورځنيو، اوونيزو او مياشتنيو کڅوړو استفاده کول، د خبر رسونې خدمتونو د کاروونکو په انتخاب پورې اړه لري، سلام او پژواک ليکلو پيغامونو ته د لاسرسي لرونکو له انتخاب سره سم خپلو ګډونوالو ته د افغانستان تازه خبرونه، ورزشي خبرونه، د تېلو او ګازو بيې، د اسعارو بيې او د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ژمنتيا لري.

د افغانستان تازه خبرونه:

  • که چېرې غواړئ، همدا اوس (د افغانستان له تازه خبرونو خبرېدل) له خدمتونو د ۲ افغانيو بدل کې هره ورځ ګټه واخلئ، نو د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۵)، د دري لپاره (۶) او انګليسي لپاره (۷) وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • که د ۱۰ افغانیو په بدل کې د یوې اوونۍ لپاره ګډون ته لېوال یاست، نو خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۸)، د دري لپاره (۹) او انګليسي لپاره (۱۰) وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • که چېرې د ۳۰ افغانیو په بدل کې د يوې مياشتې لپاره خبرونو ترلاسه کولو ته لېوال یاست، نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۱۱)، د دري لپاره (۱۲) او انګليسي لپاره (۱۳) وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.

ورزشي خبرونه:

  • د پژواک ورزشي خبرونو ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه يوه افغانۍ ده. نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۱۴)، د دري لپاره (۱۵) او انګليسي لپاره (۱۶) وليکئ او (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.
  • که د ۵ افغانیو په بدل کې د یوې اوونۍ لپاره ګډون ته لېوال یاست، نو هیله ده د پښتو لپاره (۱۷)، د دري لپاره (۱۸) او انګليسي لپاره (١٩) وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • تازه ورزشي خبرونه د يوې مياشتې لپاره د ١٥ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو لپاره د پښتو لپاره (۲۰)، د د دري لپاره (۲۱) او انګليسي لپاره (۲۲) وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.

د اسعارو بيې:

  • د اسعارو بيې ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۱ افغانۍ ده، نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۲۹)، د دري لپاره (۳۰) او انګليسي لپاره (۳۵) وليکئ او (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.
  • که غواړئ دا خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۵ افغانيو په بدل کې تر لاسه کړئ، نو هیله ده د پښتو لپاره (۳۱)، د دري لپاره (۳۲) او انګليسي لپاره (۳۶) وليکئ او (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.
  • د اسعارو بيې د يوې مياشتې لپاره د ۱۵ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو لپاره د پښتو لپاره (۳۳)، د دري لپاره (۳۴) او انګليسي لپاره (۳۷) وليکئ او (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.

تاسو کولای شئ په ياده شوې کڅوړه کې له مهالني ګډون پرته د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۳۸)، د دري لپاره (۳۹) او انګليسي لپاره (۴۰) په ليکلو او (٥١٢) شمېرې ته په استولو سره د اسعارو بيې يواځې په دوه افغانيو هر وخت لاسته راوړئ.

د تېلو بيې:

  • د تېلو بيې ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۱ افغانۍ ده، نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۴۱)، د دري لپاره (۴۲) او انګليسي لپاره (۴۳) وليکئ او (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.
  • که غواړئ دا خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۵ افغانيو په بدل کې تر لاسه کړئ، نو هیله ده د پښتو لپاره (۴۴)، د دري لپاره (۴۵) او انګليسي لپاره (۴۶) وليکئ او (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.
  • د تېلو او ګازو بيې د يوې مياشتې لپاره د ۱۵ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو لپاره د پښتو لپاره (۴۷)، د دري لپاره (۴۸) او انګليسي لپاره (۴۹) وليکئ او (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.

تاسو کولای شئ په ياده شوې کڅوړه کې له مهالني ګډون پرته د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۵۰)، د دري لپاره (۵۱) او انګليسي لپاره (۵۲) په ليکلو او (٥١٢) شمېرې ته په استولو سره د تېلو بيې يواځې په دوه افغانيو هر وخت لاسته راوړئ.

د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه معلومات:

  • د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه معلوماتو ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۱ افغانۍ ده، نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۵۳)، د دري لپاره (۵۴) او انګليسي لپاره (۵۵) وليکئ او (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.
  • که غواړئ دا خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۵ افغانيو په بدل کې تر لاسه کړئ، نو هیله ده د پښتو لپاره (۵۶)، د دري لپاره (۵۷) او انګليسي لپاره (۵۸) وليکئ او (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.
  • د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه معلومات د يوې مياشتې لپاره د ۱۵ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو لپاره د پښتو لپاره (۵۹)، د دري لپاره (۶۰) او انګليسي لپاره (۶۱) وليکئ او (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.

تاسو کولای شئ په ياده شوې کڅوړه کې له مهالني ګډون پرته د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (۶۲)، د دري لپاره (۶۳) او انګليسي لپاره (۶۴) په ليکلو او (٥١٢) شمېرې ته په استولو سره د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه معلومات يواځې په دوه افغانيو هر وخت لاسته راوړی.

دغه راز تاسو کولای شئ د لنډو ټيليفوني پيغامونو (SMS) کڅوړو د بندولو لپاره D توری او د کڅوړې کوډ وليکئ او د (٥١٢) شمېرې ته يې واستوئ.

د پژواک اپلېکېشين له لارې تازه خبرونو ته لاسرسى:

د پيغام له لارې د خبر رسونې سيستم تر څنګ، د پژواک د ګرځنده ټيليفون اپليکېشين (Mobile App) چې د Android  او IOS سيستم لرونکي ځيرک ټيليفونونو (سمارټ فون) له لارې د لاسرسي وړ دی.

د ياد اپليکېشن له وړيا ډاونلوډ کولو وروسته، کولای شئ د خپل ټيليفون له لارې د پژواک وروستيو خبرونو، راپورونو، فيچرونو، مرکو، انځورونو او ويډيوګانو ته د ورځې په ۱۵ افغانيو، د اوونۍ په ۸۵ افغانيو، د مياشتې په ۳۰۰ افغانيو او د کال په درې زرو افغانيو لاسرسی ومومئ.

د لا زياتو معلوماتو لپاره له ۰۷۰۵۵۱۲۵۱۲ شمېرې او يا هم له [email protected] برېښناليک سره اړيکه ونيسئ. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.