کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): د افغانستان او پاکستان لپاره د انګلیستان ځانګړي استازي د افغانستان له حکومت او خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه خبرې نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې په کتنه کې کړې دي.
سرچينه کاږي، د افغانستان او پاکستان لپاره د انګلیستان ځانګړي استازي ګاریت بیلي، جمهور ريیس او د افغانستان خلکو ته د وروستيو تروریستي پېښو په اړه د خپل هېواد د لومړي وزیر او حکومت د ډاډګیرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
سرچينه زياتوي، دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو، امنیت، له تروریزم سره د ګډې مبارزې، اصلاحاتو، فساد پر ضد مبارزې، په بېلابېلو په ځانګړي ډول د مهمو زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني د برېتانیې د لومړي وزیر او حکومت له ډاډګېرنې په مننې د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب د تېرو کلونو په ترڅ کې د هغه هېواد د همکاریو قدراني وکړه.
نوموړي یو ځل بیا تروریزم د سیمې او ټولې نړۍ لپاره جدي ګواښ وباله او د دې شومې پدیدې پر ضد یې پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، د تروریزم له خطره د نړۍ د هېوادونو د ژغورنې لپاره باید د تروریزم پر ملاتړو فشار راوړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن