ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند والي: لښکرګاه کې د جرمونو د مخنيوي لپاره پوره پرسونل نه لرو

د هلمند والي: لښکرګاه کې د جرمونو د مخنيوي لپاره پوره پرسونل نه لرو

author avatar
3 Feb 2018 - 17:06
د هلمند والي: لښکرګاه کې د جرمونو د مخنيوي لپاره پوره پرسونل نه لرو
author avatar
3 Feb 2018 - 17:06

لښکرګاه (پژواک، ١٤ سلواغه ۹۶) د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکي د وسله والو غلاوو او انسان تښتوونکو په اړه اندېښنه ښيي او له حکومت څخه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

دوى دا اندېښنه په داسې حال کې ښيي چې د نورو وسله والو غلاوو ترڅنګ پرون له لښکرګاه ښار څخه پخوانى مستوفي او د دوهمې حوزې امر وتښتول شو.

د حاجي سيمع الله په نوم د لښکرګاه ښار يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې له تېرو دوو  اوونيو راهيسې د ښار په بېلا بېلو سيمو کې وسله والې غلاوې زياتې شوې دي.

هغه زياته کړه امان الله سادات چې د ښاروالۍ ددوهمې ناحيې امر و، په رڼا ورځ له ښار څخه وتښتول شو چې له امله يې د خلکو اندېښنې زياتې شوې دي.

د سادات د کورنۍ غړي وايي چې دوى له چا سره دښمني نه لري .

د عبدالغني په نوم د ښار بل اوسېدونکي پژواک ته وويل چې امنيتي ارګانونه خپله دنده په سمه توګه پرمخ نه وړي، چې له امله يې ښاريان ځان خوندي نه احساسوي.

د  لښکرګاه د پوليسو يوې باوري  سرچينې پژواک اژانس ته وويل،په ښار کې غير مسوول وسله وال ډېر شوي چې له امله يې امنيتي ننګونې پيدا شوې دي.

سرچينې وويل،دغه خپلسري وسله وال په تورو ښيښو موټرو کې ګرځي چې مخنيوى يې ددوى په واک کې نه دى او د زورواکو ملاتړ له ځانه سره لري.

د هلمندد امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان پژواک ته وويل چې د امان الله  سادات په لټولو کې پوليس او اړونده ارګانونه بوخت دي، خو تر دې مهاله يې معلومات په لاس نه دي راوړي.

د هلمند والي حيات الله حيات د ښار د امنيت او تښتونو د پېښو په اړه هم اندېښنه وښوده او ويې ويل چې له يوې خوا دا ډول پېښې په نوور ښارونو او سيموکې هم شوي بلخوا دوی په   لښکرګاه  کې د جرمونو د مخنيوي لپاره پوره پرسونل نه لري.

هغه زياته کړه: ((په ښارکې د نامسووله وسله والو او تورو ښيښو موټرو په چلولو يو کال وړاندې بندېز ولګولو او ددې لپاره يې يو کمېسيون هم جوړ کړى چې پيل يې د ولايت مقام له موټرو کړی دی.))

د حيات په وينا، دا چې تشکيل يې کم دى، نو دغه کار په بشپړه توګه نه دى عملي شولى،  هغه پوليس چې بايد دلته دنده تر سره کړي  په ولسواليو کې پر عملياتو  بوخت دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.