ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټولنې له ناخوالو سره د ارباب حمدالله او ډیوې نیازۍ فېسبوکي مبارزه

د ټولنې له ناخوالو سره د ارباب حمدالله او ډیوې نیازۍ فېسبوکي مبارزه

author avatar
3 Feb 2018 - 09:20
د ټولنې له ناخوالو سره د ارباب حمدالله او ډیوې نیازۍ فېسبوکي مبارزه
author avatar
3 Feb 2018 - 09:20

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): د افغانستان په څېر سنتي او جګړه ځپلو ټولنو کې چې مدني فعاليت او غږ اوچتول د سر په بيه تمامېږي، څرنګه به د دوو مخکښو مدني فعالانو هڅې وکولى شي چې پايله ولري او خپله ټولنه د مثبت بدلون خوا ته روانه کړي.

په هېواد کې د ډېرو رسنيو، ژورنالېستانو، ليکولانو، شاعرانو، سياستوالو، حقوقپوهانو او فرهنګيانو د رسمي کار تر څنګ يو زيات شمېر مدني فعالان هم د عامه پوهاوي، د ټولنې د اصلاح، د نا خوښو دودونو او نورو ناخوالو پر وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي.

انځورګر او ټولنيز فعال حمدالله ارباب، پخوانۍ خبرياله د ښځو د حقونو اوسنۍ فعاله ډيوه نيازۍ د پژواک خبري اژانس د دغه راپور لپاره دوې داسې څېرې دي چې د خپل فکري فعاليت له امله ډېر په ټولنيزو شبکو او خلکو تر منځ پېژندل شوې او هڅې يې تر ډېره محسوسې دي.

که څه هم چې د دغو دوو کسانو فکري مبارزه د ټولنې د اصلاح لپاره بلل کېږي، خو دغه مبارزه يې له ځان سره د يو شمېر کسانو نيوکې او غبرګونونه هم لري، د نورو تر څنګ حتى دغه دوه ټولنيز فعالان (ډيوه نيازۍ او حمدالله ارباب) په خپل منځ کې هم له يو بل سره د فکر او مبارزې پر څرنګوالي اختلاف لري.

حمدالله ارباب له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې دى له ډيوې نيازۍ او يو شمېر نورو فعالانو سره په ځينو مسايلو کې يوازې فکري اختلاف لري او بله کومه ستونزه نشته.

هغه زياته کړه: ((موږ په يوه سخته ټولنه کې ژوند کوو، نو بايد د ټولنې حالاتو ته په کتو سره خپله فکري مبارزه مخې ته بوځو.))

ارباب وايي چې په دې ټولنه کې نه يوازې له ښځې سره، بلکې نارينه وو سره هم زياتى کېږي او په ځينو وختونو کې ښځې بيا خپله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل ګرځي.

د نوموړي په وينا، په داسې سنتي ټولنه کې کار بايد په حکمت، طريقه، په نرمۍ او د ټولنې نزاکتونو ته په کتو وشي، نه په تشدد، سختۍ او ښکنځلو.

د ده په خبره: ((اوس هم د ټولنې ذهنيت سم نه دى جوړ او پر همدې اساس يې د ليکنو په اړه ځيني ورسره اختلاف لري، کله کله زما ليکنې هم نيمګړتياوې لري او وروسته پرې پېښمانه يم، خو زما فکري مبارزه دوه ګټې لري، يو چې د ټولنې د اصلاح لپاره کاري کېږي او بله زه خپلو کميو او نيمګړتياوو ته متوجه کېږم او هغه اصلاح کوم.))

ارباب وايي چې د دې ډول مبارزې اغېزې په ټولنه کې ويني او له خپله کاره نه دى ستړى، په دمه دمه به خپلې دې مبارزې ته دوام ورکوي، خو د ټولنې له روح او روان سره سم.

نوموړى د فکري او ليکنۍ مبارزې تر څنګ خپله د انځورګرۍ مبارزه هم اغېزناکه ګڼي وايي چې زياتره وخت د ليکنو تر څنګ د ټولنې يو شمېر ناخوالې د خپلو کښل شوو انځورونو له لارې هېوادوالو ته وړاندې کوي چې د خلکو د هرکلي وړ ګرځېدلي دي.

دى وايي چې له شاوخوا لسو کلونو راهيسې انځورګري کوي او تر اوسه يې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د انځورونو څو نندارتونونه جوړ شوي.

ډيوه نيازۍ بيا هغه ځوانه افغان مېرمن ده چې له هېواده لري په هند کې يې د خواله شبکو په مرسته د افغان مېرمنو د حقونو او ستونزو حل کولو په موخه غږ پورته کړى او په دې ډول غواړي چې نارينه د ښځو پر وړاندې خپلو نيمګړتياوو ته ځېر کړي، د دوى دواړو تر منځ ګډ ټکى ښايي د ښځو له حقونو دفاع وي چې په طنزي او پېغوريز ډول يې مطرح کوي.

ارباب که څه هم دا ډول مبارزه خپل ملي رسالت ګڼي، خو د ډيوې د کار او ژبې پر ميتود هم نيوکه لري او هغې ته يې په دې اړه يو ليک استولی چې له نوموړې د ملاتړ تر څنګ يې د هغې د مبارزې يوه برخه حساسيت پاروونکې او د ټولنې له نظم سره نا برابره بللې چې په وينا يې د ګټې پر ځاى تاوان لري.

ارباب په دغه ليک کې ډيوې ته ور يادوي چې افغاني ټولنه لا هم حساسيتونه لري او د فکري مبارزې پايلې يې د نورو پرمختللو ټولنو په څېر نه دي؛ ځکه خو بايد د نزاکتونو رعايت او د لهجې نرمۍ ته پام وکړي.

دلته به په ټولنيزه شبکه (فېسبوک پاڼه) کې د حمدالله ارباب هغو پوسټونو ته سر ورښکاره کړو چې بېلابېلو ټولنيزو موضوعاتو يې ليکلي او ملګرو يې پرې بېلابېل نظرونه (کومنټونه) ورکړي دي.

د مشورې په دود يوه پوسټ کې واده کړو ته مشوره ورکوي چې په هرو درېيو مياشتو کې دې د خپلې خوب خونې او تخت توکو او جوړښت کې بدلون راولي؛ ځکه چې په خبره يې دغه کار د جوړې د روح او روان د بدلون سبب ګرځي. د دې پوسټ پاى کې زياتوي: ((دا ګوره مزاق نه دی، شرطې کار خبره ده! یو ځل یې تجربه کړئ.))

د توفيق په نامه يوه کس چې ښايي مسلک يې طبابت وي، پر دې پوسټ خپل نظر کې د ارباب د خبرې تاييد کوي او وايي چې ستاسې د دغه ښکلي نظر په څېر مشورې دلته په اروپا کې رواني ماهرين خپلو مراجعينو ته د ډېرو پيسو په بدل کې ورکوي.

توفيق زياتوي: ((ارباب لېونى نه دى، ويښ وجدان يې نه پرېږدي، مشوره يې د ډبګري ګارډن له ډېرو قيمتي ګوليو غوره ده.))

د حمدالله ارباب پر فېسبوک پاڼه ډېر ليکل شوي مطالب د کورنۍ، ټولنې، ښځو او تعليم په اړه دي، خو ډېر پوسټونه يې د ښځو له حقونو په دفاع کړي او د بېځايه غيرت غنده يې کړې ده.

هغه په يوه پوسټ کې وايي: ((زموږ “ځيني” غېرتيان خپلو لوڼو ته په دې خاطر خوشحاله وي چې سبا ته يې لکه د چاغې غوا د ولور په نوم په ښه قيمت وپلوري.))

د حميدالله قاري زاده په نوم يوه کس ورته ليکلي: له خولې مو ځار شم. د سلطاني په نوم کس ليکي: ټول پوهېږي چې دا کار د اسلام او پښتو خلاف دى، له بده مرغه بيا هم ورته خوشحاله دي.

ارباب د ښځو د حقونو او د دوى په نامه د استفاده کوونکو ښځو په اړه په يوه پوسټ کې لیکي: ((د کلي مخ يې نه وي لیدلی، نو هغه اغلې به د کلي د ښځو د حالت څه ترجماني وکړي، هن؟ هغه وايي چې میک اپ وکه، کانټېننټل کې له خپلو ښځینه ملګرو سره د کلیوالو ښځو په هکله خبرې وکړه، غرمنۍ او خپله سفریه واخله، ځینې ښځې ټرینينګونو ته د غرمنۍ او سفريې په خاطر ځي.))

ارباب د ځينو تحصيل کړو ښځو فکرونه هم زاړه ګڼي چې له پوهنتونه تر فراغت وروسته هم لور او خور ته د ګډ ژوند ملګري حق نه ورکوي، خو د څانګې په نوم ښځه ورته ليکي: اوس څه نه وايم چې پلوڅه را لويه شوه، بيا ډېرې خبرې درته لرم. خو ارباب ليکي: لوڼو ته مې ويډيويي وصيت پرېيښى.

ارباب پر پلرونو نيوکه کوي، وايي: پلار يې د نجونو د ښوونځي استاد وي، خو لور يې ښوونځي ته نه پرېږدي، کله کله يې مبارزه کې ناهيلي ښکاري، يو ځاى خپل ځان ته وايي: زما دې خدای کور وران کړي له دې هنر سره! ټوله ورځ د پښتون قام د قتل عام انځورونه جوړوم. په همدې ډول ليکي: ((ياره له خپلو فېسبوکي پوسټونو نه هم نور زياتي ستړی شوم چې ستاسو به څه حال وي؟))

بل ځاى ليکي، په حق ويلو کې حتى د خپل مور او پلار پروا هم نه ساتم، خو يو بل مدني فعال خوشحال خليل ورته ليکي: الله يو دى، يوه خبره کول په کار دي.

ارباب د ښځو حقونو له ملاتړ پرته پر ګڼو نورو ټولنيزو ناخوالو ليکنې او نيوکې کړې، کله يې له شدت او کله هم له ظنزيه ژبې، محلي لهجې او خپل ځانګړي لحن نه کار اخيستى دى چې په غبرګون کې ډېر ځله د خپلو فېسبوکي ملګرو له سپکو سپورو الفاظو سره هم مخ شوى، خو ښکاري چې خپله حوصله او هوډ يې نه دي بايللي.

بلخوا بيا د ښځو د حقونو فعاله ډيوه نيازۍ افغاني ټولنې ته د (نرواکې) ټولنې اصطلاح کاروي او وايي چې د ټولنې ٩٩ سلنه واک يې له نرانو سره دى چې په وينا يې د ښځو د غږ اوچتول يې د هغوى لپاره خفک کوونکى بللى دى.

ډيوې نيازۍ له پژواک اژانس سره په مرکه کې وويل چې په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې د ژوند له يو سخت توپانه راوتلې، خو وايي چې د وطن ډېری ښځې او نجونې لا هم په داسې توپانو کې کړېږي، دوى ارام ژوند ته نه رسېږي او خپل غږ نه شي پورته کولى.

ډيوه نيازۍ هغه نجلۍ وه چې په افغاني ټولنه کې يې د نجونو لپاره د ژوند ملګري د حق ټاکلو لپاره مبارزه له ځانه پيل کړه.

نوموړې له هغه کس نه خپل ژوند په يوه ځايي محکمه کې جلا کړ چې کورنۍ يې د خوښې خلاف ورکړې وه. د نوموړې قضيه په ٢٠١٢ کال کې د رسنيو سر ټکې وګرځېده.

هغې په دې اړه پژواک ته وويل: ((کله چې زه د خپل روا حق ترلاسه کولو لپاره قانون ته وړاندې شوم، هغه قانون او محمکې چې ما پرې باور لرلو، هغې زه د يوې افغانې ښځې په صفت ډېره وځورولم، فسخه نامزادي (کوژدې ردولو) لپاره چې دا يوه ساده او عادي ستونزه وه، يو کال په محکمو کې وکړېدم چا مې ستونزه نه حلوله، چا د رشوت غوښتنه کوله او چا رانه د واده غوښتنه کوله، ما له ځان سره وويل، دا چې زه د يوې باسوادې او خبريالې په صفت دومره وځورېدم نو زما د وطن د هغو ۷۰٪ سلنه بې سوادو ښځو به څه حال وي؟))

ډېوه وايي چې له مور پرته د کور نور غړي ورسره په دې مبارزه کې موافق نه دي، نور خپلوان يې د دې له امله پر وروڼو فشار راوړي، خاوند يې هم روڼ اندى او د لوړ تحصيل څښتن دى، له مبارزې سره يې جوړ نه و، خو اوس ورسره موافق دى او ورته د پياوړتيا احساس راکوي.

نوموړې وايي، له هېواده تر وتلو وروسته يې هوډ وکړ چې هم به لوړې زده کړې وکړي او هم به خپلو خلکو په ځانګړي ډول ښځو ته چې د دې په نظر محرومې وي، کار وکړي او زیاتوي چې د دغه کار له لارې يې ضمير ارامېږي.

ډيوې نيازۍ ته د حمدالله ارباب ليک رسېږي او په ځواب کې يې د هغه د هڅو د ستايلو تر څنګ د مشورې په ځواب کې وايي چې ليک مو پر ځاى دى، خو ليکي چې ارباب لا هم ځيني جدي مسايل چې ښځې ترې ځورېږي، نه دي درک کړي او بحث يې پرې نه دى کړى.

د ډيوې نيازۍ نوم هغه مهال بيا د فېسبوکوالو په خولو وګرځېد چې نوموړې په هند کې په يوه سخته ترافيکي پېښه کې ټپي شوه او خاوند يې اسدالله مخلص له روغتون نه د هغې د ټپي حالت تصويرونه خپرول.

نيازۍ وايي، په افغاني ټولنه کې د زغم له نشتوالي ځورېږي، قناعت ورکول او انسانيت ور ښودل وخت نيسي، خو بايد غلي نه شو، خپل مسووليت ترسره کړو.

بلخوا يې د سمسور مندوزي په نوم يو کس دا فکر ستايي او ورته ليکي: ((زما شعور بیا داسې دی، کله دې چې په ټولنه کې خلک مخالف شول، نو پوه شه چې پر سمه لار روان يې.))

خبريال او په هند کې محصل زيرک فهيم ورته ليکي: ((ستاسې انسانيت ته سلام! خبر شوم چې هند کې مو د سپي د بچ کولو لپاره ځان ټپي کړ، همدا انسانيت دى، افرين، خداى مو ژر ښه کړه.))

ډيوه نيازۍ د خپلې کاري مبارزې لپاره د فېسبوک ارزښت ستايي او د ښځو له حقونو د دفاع په اړه يوه پوسټ کې ليکي: ((د ښځو په اړه ليکنو سره هغه کس هم مخالف دى چې خور يې د خاوند کور کې بد ژوند لري او اوونۍ کې يو ځل له ډانګ سره د هغې ګټلو ته ورځي.))

پاکستان کې افغان محصل او ژورنالېست خالد رحمان مطمين پر دغه پوسټ ليکي: افغاني ټولنه د نوو پديدو پر وړاندې حساسه ده، د حقيقتونو سپړنه مهارت غواړي.

د فېسبوک له نړۍ لرې نور فعالين د دوى په اړه څه وايي؟

ليکوال او ټولنيز فعال نعمان دوست وايي که څه هم ارباب او ډيوه ډېر نه تعقيبوي، خو ډيوه د لويې حوصلې خاونده ده، پر ليکنو يې کومنټونه لولي، سره له دې چې کله کله سپکې سپورې ورته ليکل کېږي، خو له خپلې مبارزې لاس نه اخلي، بې مزده کار کوي، دا ستر کار دى.

پژواک اژانس د ډيوې د ژوند له ملګري ډاکتر اسدالله مخلص سره هم خبرې کړې دي. هغه وویل چې مبارزه يې مثبته ده او زما اجازې ته هېڅ اړتيا نه لري، خو زياتوي چې ډيوې ته د سپکو سپورو الفاظو په ليکلو سخت خپه کېږي، له همدې امله ورسره همغږى نه و، خو اوس دغه کار هم کوي، مبارزه به يې خامخا رنګ راوړي.

مخلص مني چې د ډيوې نظرياتو ګڼ ذهنونه روښانه کړي، خو سخت دريځه مخالفين هم لري چې په وينا يې کله کله شخصيت وژنې ته مخه کوي.

هغه په دې اړه پژواک ته وويل: ((دوى غواړي دا مبارزه پيکه کړي، خو ډيوه ورته په يوازې ځان پياوړې ده، ډيوه چې کوم ليکل کوي وايي که څه هم خلک يې ښکنځي، په يوه وروسته پاتې ټولنه، هغه هم د محکومو ښځو په حق کې د يوې ښځې په صفت د هغوی حق ادا کوي، له دې سره ډيوه يو څه ارامه شي.))

مخلص وايي چې د ډيوې په ليکنو ورته کله کله له خپل وطن نه خپلوان زنګونه وهي، د ډيوې د منعه کولو خبره ورته کوي، بد رد وايي چې مېرمن دې ولې پر فېسبوک خپل عکسونه خپروي، شرم دى، خو دى د خپل مېرمنې په ژوند کې چا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

اوس پوښتنه دا ده چې د خواله شبکو پر مټ د ټولنيزې بيدارۍ او ښځو د حقونو لپاره مبارزه په افغاني ټولنه کې څومره ځاى او اغېز لري؟

د ټولنيزو رسنيو يو فعال انجنير شېرين اغا جهانګير وايي چې اغېز يې مثبت دى؛ ځکه په وينا يې پر حواله رسنیو د ټولنیزې بیدارۍ مبارزې چې په وروستۍ لسیزه کې ترې ټولنیزو فعالانو او د ویښتابه مبارزینو تر هر بل وخت زیاته ګټه پورته کړه، یوه اسانه، اغېزناکه او د پیغام رسونې یوه تر ټولو چټکه لاره ده.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((موږ په تېره یوه لسیزه کې د خواله یا ټولنیزو رسنیو له لارې د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي مبارزو پایلې ولیدې، له تونس څخه پیل، تر مصر، سوريې، برما او ان تر افغانستانه يې ښکاره بېلګې لرو.))

د ياد راپور له روحيې څخه دې پايلې ته رسېږو چې په افغاني ټولنه کې د لومړيتوبونو په نښه کول، يووالي، د ټولنيزو حساسيتونو درک، حوصله او غمغږي هغه ټکي دي چې رعايتول يې په ټولنه کې د مثبت بدلون سبب ګرځي.

د راپور په پاى کې د ډيوې نيازۍ او حمدالله ارباب لنډ ژوند ليکونه لوستلى شئ:

د ډيوې نيازۍ لنډ ژوند ليک

ډيوه نيازۍ په ١٩٩٣ زېږدیز کال کې د لغمان په الينګار ولسوالۍ زېږېدلې او بیا په جلال اباد ښار کې لويه شوې ده. هغه په ٢٠١١ زېږديز کال کې د ښوونځي د ١١ ټولګي زده کوونکې وه چې د ښوونځي د درسونو تر څنګ يې د ژورنالېزم شپږ مياشتيني پروګرام کې ځان داخل کړ.

د دوو کلونو لپاره يې د جلال اباد ښار په دوو سيمه ييزو راډيوګانو کې کار وکړ. ډيوې په ٢٠١٣ کې له يو لړ ټولنيزو ناخوالو او مبارزو وروسته هېواد پرېښودو ته اړه شوه. نوموړې هند ولاړه، په نوي ډيلي کې يې له خپلې کورنۍ سره ژوند پيل کړ، د انګليسي او کمپيوټر زده کړې يې وکړې او خپلو مدني فعاليتونو ته يې د هند مېشتو افغانانو په يوه ټولنه کې دوام ورکړ او اوسمهال هم هلته اوسېږي.

د حمدالله ارباب ژوندليک

حمدالله ارباب په ١٣٥٨لمریز کال کې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په فقيرکوټ کلي کې زېږدېدلی دی، په سياسي علومو کې یې ليسانس اخيستى او اوس په هند کې ماسټري کوي، هغه اوس مهال په يوه نړيواله اداره کې پر دنده بوخت دى، په پښتو، دري، انګليسي او اردو ژبو خبرې کولى شي. نوموړي اردن، اماراتو، ترکيې، هند او پاکستان ته سفرونه هم کړي دي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.