ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چرګانو پر لېږد بندیز د خوست فارم لرونکي زیانمن کړي

د چرګانو پر لېږد بندیز د خوست فارم لرونکي زیانمن کړي

author avatar
3 Feb 2018 - 13:37
د چرګانو پر لېږد بندیز د خوست فارم لرونکي زیانمن کړي
author avatar
3 Feb 2018 - 13:37

خوست ښار (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۶): وروسته له هغه چې د انفلونزا ناروغۍ د اندېښنو له امله د خوست د چرګانو له فارمونو د چرګانو پر لېږد بنديز لګېدلی، د فارمونو مسوولينو لسګونه ميليونه افغانۍ تاوان کړی دی.

د خوست روغتيايي کارکوونکو څه موده وړاندې په کارغانو کې د والګي يا انفلونزا ناروغۍ د مثبتو پېښو خبر ورکړی و او ويلي يې وو چې له امله يې ګڼ شمېر کارغان مړه شوي هم وو.

په ورته وخت کې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د کرنې او مالدارۍ له وزارته خوست ته راغلي پلاوي، د چرګانو او انسانانو تر منځ د يادې ناروغۍ د خپرېدو مخنيوي په خاطر د يوې مودې لپاره له دغه ولايت څخه د غوښينو چرګانو پر لېږد بنديز ولګاوه.

په دغه ولايت کې د چرګانو فارمونو مسوولين وايي چې په دغه کار سره ورته لسګونه ميليونه افغانۍ زيان رسېدلی او اندېښنه لري چې که دغه وضعيت دوام ومومي ښايي ډېر شمېر فارمونه له فعاليته ولوېږي.

د چرګانو د يوه فارم مسوول انجنير حکيم ولي شرافت پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه په چرګانو کې د انفلونزا هېڅ نښې نښانې نه دي ليدل شوې، خو د کرنې او مالدارۍ وزارت خپل بنديز ته دوام ورکړی دی.

هغه زياته کړه: ((د پنجشنبې په ورځ د کرنې او مالدارۍ له وزارته يو پلاوی راغلی و، ويل يې چې ۲۱ ورځې به نور هم چرګان نورو ولايتونو ته نه وړئ. خو چرګانو کې انفلونزا نشته، هېڅ نښې يې نه دي ليدل شوې.))

په دغه ولايت کې د چرګانو د فارمونو اتحاديې مشر ډاکتر جليل شاه پژواک اژانس ته وويل چې اوسمهال په خوست کې ۵۰۰ فارمونه فعاليت لري او په هرو ۴۰ ورځو کې ۷۵۰زره چرګان بازار ته عرضه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((له ياد شمېره شاوخوا ۱۰۰زره چرګان پکتيا، پکتيکا، غزني او لوګر ته لېږدول کېږي. اندېښنه دا ده، هغه فارمونه چې نورو ولايتونو ته چرګان ورکوي، د سقوط له ګواښ سره مخ دي.))

د ډاکتر جليل شاه په وينا، تر اوسه په چرګانو کې د انفلونزا ناروغۍ په اړه هېڅ نښه مخې ته نه ده ورغلې، خو د کرنې او مالدارۍ رياست پرې د لېږد بنديز جاري ساتلی دی.

په همدې حال کې د خوست د کرنې رياست د مالدارۍ پخوانی امر او د وترنرۍ متخصص ډاکتر نقيب الله وايي چې په خوست کې هېڅ د انفلونزا ويروس نشته او داسې ښکاري چې کارغان په زهرو وژل شوي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((يوه نيمه مياشت کېږي چې په کارغانو کې د انفلونزا د مثبتو پېښو خبره کېږي، که چېرې انفلونزا مثبته وای، په دا دومره موده کې به يې پر نورو مرغانو سربېره زيات شمېر انسانان هم تلف کړي وای.))

ډاکتر نقيب الله زياته کړه، دی په مسووليت سره وايي چې په خوست کې د انفلونزا ويروس نشته او دا چې پر چرګانو يې بنديز لګولی دی، دا ورته اقتصادي جنګ ښکاري چې د ده په وينا ځينو کسانو ورته زمينه برابره کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.