ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور : د حکومت واکداران پر اسلام عقيده نه لري

نور : د حکومت واکداران پر اسلام عقيده نه لري

author avatar
3 Feb 2018 - 18:33
نور : د حکومت واکداران پر اسلام عقيده نه لري
author avatar
3 Feb 2018 - 18:33

مزارشريف (پژواک، ۱۴ سلواغه۹۶) : د بلخ پخوانى والي عطامحمد نور وايي، په افغانستان کې داسې کسان حکومت کوي چې د بهرنيانو او خپلو بادارانو په ملاتړ راغلي، په اسلام عقيده نه لري .

نوموړي له تېرو څو ورځو ځنډ وروسته د سلواغې په ۱۴مه، يو ځل بيا د بلخ ولايت مقام د غونډو په تالار کې د خپلو پلويانو غونډې ته د ارګ د مسوولينو پر خلاف څرګندونې وکړې.

د جميعت ګوند اجراييه رييس او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د خپلو خبرو په اوږدو کې وويل: ((څلور بې ريښې، بې بنسټه، چې هويت يې هم سم معلوم نه دی. د بهرنيانو او د خپلو بادارانو په ملاتړ راغلي، غواړي  چې زموږ د ټولو پر سينو سپاره وي، زموږ له ګردو رکاب جوړ کړي او پر موږ ټولو حکومت وکړي.))

نوموړي د دغو څلورو کسانو نومونه وانخيستل ، خو پوښتنه يې ځينې وکړه چې دا خلک پرون چېرته وو؟

نور وويل، د دې وطن مالک هغه څوک دی چې د دې وطن لپاره يې خپله وينه تويه کړې، قرباني يې ورکړې او زحمت يې ګاللی دی.

د بلخ پخواني والي زياته کړه چې دغه کسان يې دوی او ملت ځکه ومنل، چې مشترک حکومت ولري.

خو هغه وايي، دا په دې مانا نه وه چې له تېرو اوولسو کلونو دې تاسو د ملت ريښه په تېشه ووهئ، توطيې او دسيسې وکړئ، خيانت وکړئ او ځانونه  د توطيې او دسيسو کانون جوړ کړئ.

عطاء محمد نور ارګ د توطيو جوړونې، نفرت خپرېدو، د قومي تقرقې پيدا کېدو کانون وباله.

نوموړي د ارګ مسوولينو ته په خطاب کې وويل: ((افغانستان مو تباه کړ، ټوټه مو کړ او هر ورځ يې ملت ستاسو له لاسه قرباني ورکوي.))

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل: ((بې کفايته خو ياست، بې مديريته خو ياست، ناتوانه  خو ياست، حريص ياست، د قراردادونو د پيسو غله ياست، په اسلام عقيده نه لرئ او ارزښتونو ته پابند نه ياست.))

نور وويل چې دوی د وخت ستر قدرت ته ميدان نه دی پرې ايښى ؛ نو څلورو بې رېښه خلکو ته يې خو يې هېڅ نه پرېږدي.

نوموړي د حکومت مسوولينو ته ګواښ وکړ: (( په هوش کې راشئ، هوښيار شئ، خپل او د ملت حد وپېژنئ، د نخبګانو او سياسي سازمانونو حد وپېژنئ، په حق ورته قايل شئ، په ځای ورته قايل شئ،  کنه ډېر ژر به بحران ستاسو تر لمنو ورسېږي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.