ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د کابل د بريد له مسوولينو سره سوله نه کوو

ولسمشر غني: د کابل د بريد له مسوولينو سره سوله نه کوو

author avatar
3 Feb 2018 - 18:28
ولسمشر غني: د کابل د بريد له مسوولينو سره سوله نه کوو
author avatar
3 Feb 2018 - 18:28

کابل (پژواک، ١٤سلواغه ٩٦): ولسمشر اشرف غني وايي،کومو کسانو چې دکابل په وروستيو بريدونو کې لاس درلود او مسووليت يې منلى، ورسره سوله نه کوي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د سلواغې په ١٤مه، په کابل کې د سولې عالي شورا عمومي غونډې ته په خپلې وينا کې وکړې.

د تېرې شنبې په ورځ د کابل په صدارت څلور لاري کې د وسله والو طالبانو له خوا د امبولانس موټر په وسيله بريد کې ١٠٣ تنه ووژل شول او ٢٣٥ نور ټپيان شول.

ولسمشر زياته کړه چې د سوله غوښتونکو ډلو ترمنځ بايد توپير وشي، څوک يې سوله غواړي او څوک له سولې سره مخالف او ردوي يې.

اشرف غني وويل،د سولې په برخه کې د افغانستان ژمنتيا لاس تر زنې کښيناستل او د غچ نه اخيستلو په مانا نه ده.

ولسمشر زياته کړه: (( چاچې دکابل د تېرې اوونۍ په بريد کې لاس درلود او مسووليت يې اخيستى، هغوى سوله نه مني، ځکه نو د سولې دروازې د هغوى پر مخ تړلې دي.))

هغه د کابل د تېرې شنبې بريد پر امريکا د ستمبر د ١١مې نېټې بريد سره پرتله کړ او زياته يې کړه چې بريدګرو له افغان ولس سره جګړه اعلان کړې ده.

اشرف غني زياته کړه : ((موږ د انتخاب دوه لارې ته رسېدلي يو. ياد بريد د ملالۍ واټ پر څو کسانو بريد نه و، بلکې د افغانستان د ولس، ماشوم، مېرمن، ځوان، ډاکټر، دوکاندار، کارګر او د افغانستان د ټولو اقشارو په مقابل کې د جنګ اعلان دی. ))

خو ولسمشر غني وويل، هغه کسان چې سوله مني؛ نو افغان حکومت ورسره سولې ته چمتو دى.

نوموړي زياته کړه، سوله به درې پړاوونه ولري، لومړى پړاو چمتووالى، دويم پړاو يې خبرې اترې دي چې دا به دافغانانو ترمنځ په خپله ترسره کېـږي، بهرنيان به په کې لاس نه لري.

خو ولسمشر وويل چې په درېيم پړاو کې  چې د سولې تړون دى، نړيواله ټولنه به د ضامن په توګه په کې ښکېل وي.

هغه وروستيو پېښو ته په اشارې سره وويل،دښمن د سولې د پروسې له برياليتوب څخه وېره لري او دا بريد يې د سولې د پروسې د سبوتاژ کولو لپاره کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.