ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې اورلګېدنې درې هټۍ وسوځولې

کابل کې اورلګېدنې درې هټۍ وسوځولې

author avatar
3 Feb 2018 - 11:04
کابل کې اورلګېدنې درې هټۍ وسوځولې
author avatar
3 Feb 2018 - 11:04

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۶): د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند خاتم النبيين پوهنتون ته څېرمه  په يو سرای کې د اور لګېدنې له امله درې هټۍ سوځېدلې دي.

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې اورلګېدنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د موټر جوړولو د ياد سراى د تېلو په يوه هټۍ کې رامنځته شوې ده.

د ده په وينا، په دې پېښه کې د تېلو ياده هټۍ او دوه د موټرو پرزو هټۍ سوځېدلي دي.

د هغه په خبره، اور د اور وژنۍ ډلې وژلى دى.

د پېښې عيني شاهد محمد يوسف وايي، لومړی يو غږ واورېدل شو، ټولو فکر کاوه چې د بم چاودنه ده، خو وروسته څرګنده شوه چې د اورلګېدنې له امله د ګاز ډبه او يا د تېلو بېرل چاودلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.