د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​تېره جنوري مياشت په افغانستان کې تر ٢٠٠٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

​تېره جنوري مياشت په افغانستان کې تر ٢٠٠٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Feb 03, 2018 - 16:22

کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٦): افغانستان کې تېره مياشت په ١٥٤ بريدونو کې ٢٠٤٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دې مرګ ژوبلې چې د دسمبر په پرتله  ١٥ سلنه ډېره شوې، پنځمه برخه کابل کې ده.

تېره مياشت د وړمې مياشتې په پرتله مرګ ژوبله په داسې حال کې ١٥ سلنه ډېره شوې چې د بريدونو په شمېر کې څلور سلنه کموالى راغلى دى.

د روان ميلادي کال په لومړۍ (جنوري) مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې ياد بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه  په ٢٧ ولايتونو کې تر سره شوي چې له امله يې١١٩٩ کسان وژل شوي او ٨٤٥  نور ټپيان دي.

شمېرې ښيي چې له هرو ٢١ تنو لسو ته په مخامخ نښتو، پنځو ته په ځانمرګيو بريدونو، درېيو ته په هوايي بريدونو، دوو ته په هدفي وژنو او يوه ته په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغو بريدونو نږدې نيمايي په فارياب، ننګرهار، هلمند،  فراه او پاتې په ٢٣ نورو ولايتونو کې تر سره شوي دي، خو پژواک تېره مياشت له پنجشير، باميان، خوست، نيمروز، سمنګان، تخار او زابل ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دی ترلاسه کړى.

د پژواک د يو راپور له مخې، فارياب، ننګرهار، هلمند او فراه په هغو لسو ولايتونو کې شامل دي چې تېر کال يې د وسله والو بريدونو له امله تر نورو ولايتونو ډېره مرګ ژوبله لرله. 

د پوځي او امنيتي چارو شنونکي، په ننګرهار او فارياب کې د طالبانو تر څنګ د داعش ډلې فعاليت، له پاکستان سره د ننګرهار او هلمند ګډه پوله او له دې لارې د وسله والو مخالفينو اسانه اکمال او په هلمند او ننګرهار کې د نشه يي توکو ډېر کښت او قاچاق د ناامنيو او جګړو د ډېروالي لاملونه بولي.   

د هغوى په اند، فارياب کې ځکه جګړې ډېرې وې چې دغه ولايت د هېواد په شمال کې د دولت وسله والو مخالفينو ته ځانګړى اهميت لري؛ ځکه چې له دې لارې د شمال نورو ولايتونو ته هم نفوذ کولای شي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش هم وايي، له پاکستان سره پر پوله د ننګرهار او هلمند موقعيت، په دغو ولايتونو کې د نشه يي توکو شتون او د مخالفينو لپاره د فارياب د موقعيت ځانګړنه د دې لامل دي چې هلته د وسله والو مخالفينو خوځښتونه ډېر وي او دولت يې پر وړاندې پوځي عمليات تر سره کړي.

دغه راز شنونکي، فساد، په مشرتابه کې د سالم مديريت او اړينو امکاناتو نه شتون، له سوداګريزو توکو د ګمرکي محصول په نوم د پيسو اخيستو له لارې د مخالفينو پياوړي کېدل او له وسله والو مخالفينو د ځينو هېوادونو په تېره بيا ايران ملاتړ په فراه کې د نا امنۍ د زياتېدو عمده لاملونه ګڼي.

د هغوى په وينا، ايران په فراه کې د بخش اباد بند له جوړېدو او په دغه ولايت کې د داعش ډلې د نفوذ د مخنيوي په موخه له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دغه کار د ياد ولايت د نا امنۍ د زياتېدو لامل شوى دى.

خو ايران دا ډول تورنه ردوي او څه موده مخکې فراه کې  يو سيمه ييز طالب چارواکي ويلي و چې د بخش اباد بند له جوړېدو ملاتړ کوي.

څو ورځې مخکې پر ناامنيو د خلکو له اعتراضونو وروسته، د فراه والي محمد عارف شاه جهان له دندې استعفا ورکړه او په دغه ولايت کې يې د مافيا او فساد شتون او دغه راز د خلکو تر منځ د يووالي ټينګښت د خپلې استعفا لاملونه وبلل.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره مياشت په ١٥٤ بريدونو کې ټول ١١٩٩ تنه  وژل شوي او ٨٤٥ نور ټپيان دي.

په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک يې شونى نه دى.

خونړۍ پلازمېنه

د تېرې مياشتې د مرګ ژوبلې تر ټولو ډېره په پلازمېنې کابل کې اوښتې ده.

په دې موده کې کابل کې د پنځو بريدونو له امله ١٦٢ تنه وژل شوي او ٢٨٦ نور ټپيان دي.

د دې بريدونو تر ټولو خونړى د جنوري په ٢٧مه، د دويمې امنيتي حوزې اړوند صدارت څلور لارې ته څېرمه د يو  موټر بم له لارې ترسره شو. د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې بريد کې ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپيان دي چې ډېر يې ملکي وګړي دي.

دغه راز د يادې مياشتې په ٢٢مه د کابل پر کانټيننټال هوټل هم ډله ييز بريد وشو چې د ١٥ بهرنيانو په ګډون ٢٥ کسان په کې ووژل شول او ١٦ نور په کې ټپيان شول

د دې بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.

د همدې مياشتې په ٢٩ د کابل د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په قرغه سيمه کې د ١١١ مې فرقې پر دويم کنډک د داعش ډلې په بريد کې ١١ د ملي اردو کسان ووژل شول او ١٦ نور ټپيان شول.

د پژواک د يو راپور له مخې، د چارو پوهان او د کابل اوسېدونکي، د کابل خونړي بريدونه د کشفي او استخباراتي ارګانونو د کمزورۍ له امله بولي او وايي چې حکومت بايد د اقتصادي او نورو پروګرامونو پر ځاى د امنيت ټينګښت ته لومړيتوب ورکړي.

د پوځي چارو پوه جنرال زلمی وردک بيا په دې اړه وايي:"په دې وروستيو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د امريکا دريځ سخت شوى، نو بالمقابل وسله والو مخالفينو هم بريدونو ته زور ورکړی او پر داسې ځايونو بريدونه کوي چې ډېر "انګشت نما" وي، لکه کابل چې د هېواد پايتخت دی."

په دې وروستيو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ويلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي او د ګوانتانامو زندان نه تړي. دغه راز هغه خپلو جنرالانو ته امر کړى تر څو پاکستان کې د ترهګرو پر پټنځايونو د امريکا د بريدونو موضوع ورازوي.

خو طالبانو ويلي چې د جګړې ځواب به په جګړه ورکړي، بريالي به شي او امريکابه د خبرو مېز ته احضار کړي.  

تېره مياشت تر کابل وروسته ډېره مرګ ژوبله په ننګرهار کې اوښتې ده. تېر کال هم تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ننګرهار کې اوښتې وه.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

تر ٢٠١٧ کال مخکې کلونو کې د جګړې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دى څرګند، خو په تېرو کلونو کې به هم د هوا په سړېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله کمېده.

د پژواک خبري اژانس مياشتني راپورونه ښيي چې تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.

خو د تېرې مياشتې مرګ ژوبله ښيي چې سږ کال په ژمي کې هم جګړې او بريدونه زورور دي.   

د ٢٠١٧ ميلادي کال په جنوري مياشتې کې ٧٠٤ تنه وژل شوي او ٥٦٣ نور ټپيان وو. دغه شمېرې ښيي چې   د ٢٠١٨ کال په جنوري کې د تېرکال د همدې مياشتې په پرتله مرګ ژوبله ٦١ سلنه ډېره شوې ده.

د پوځي چارو شنونکى  زلمی وردګ وايي:"کله چې د امريکا ولسمشر ټرامپ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره خپله تګلاره اعلان او ډېر فوکس په جګړه شوی نو تر هغې وروسته وسله والو مخالفينو هم خپلو بريدونو ته زور ورکړی تر څو داسي وښيي چې دوی لا هم پياوړي دي او کولای شي مقابله وکړي."

دغه راز د ده په اند،  په سږني ژمي کې هوا ډېره سړه نه ده او د دولت وسله وال مخالفين کولای شي د نورو کلونو په پر تله د هېواد په ډېرو سيمو کې ډېر تحرکات ولري.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال محمد رادمنش مني چې د تېر کال د ژمي په پرتله په سږني ژمي کې د وسله والو مخالفينو تحرکات ډېر و.

هغه وايي:"داچې پاکستان  ترهګرو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی، د نړۍ په ځانګړي ډول د امريکا د متحده ايالتونو پرې فشار راوست تر څو پاکستان له خبرو د عمل ډګر ته راشي، نو همدا لامل ده چې دغه هېواد طالبان او نورې ترهګرې ډلې هڅوي چې د جګړې په ډګر کې يو څه لاسته راوړنې ولري."

د ده په وينا، دولتي ځواکونو د روان کال په اوږدو کې د دولت وسله واله مخالفين ځپلي او له دې امله په عامه ځايونو کې ځانمرګې بريدونه کوي چې د مخامخ جګړې وس نه لري.

خو پاکستان دا ډول څرګندونې ردوي او د دولت وسله وال مخالفين هم وايي چې دوى پوځي موخې په نښه کوي.

جګړه مه کوئ!

د فراه د مرکز اوسېدونکى ٢٦ کلن نصيراحمد چې شاوخوا يوه مياشت مخکې يې په کور کې د هاوان ګولۍ لګېدو له امله د تره ښځه او دوه د تره زامن وژل شوي، وايي: "د قدرت طلبۍ لپاره جنګونه روان دي، ملکي خلک په کې وژل کېږي. له ټولو هغو نه چې جګړه کوي، غواړو چې قدرت طلبۍ پرېږدي، سوله وکړي او نور بې ګناه خلک ونه وژني."

د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکى رحيم الله وايي: "هره ورځ د مرګ خبرونه اورو، پر تلوېزيونو د وژل شويو انځورونه ګورو، فېسبوکونه له همدې ويرونو ډک دي او خلکو ته رواني ستونزې پيدا دي."

دى هم پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې جګړه بنده کړي.

دى له نړيوالې ټولنې هم غواړي چې نور د افغان وژنې د بندېدو لپاره اړين اقدامات وکړي او د هغو هېوادونو مخه ونيسي چې افغانستان کې د خپلو موخو لپاره د نيابتي جګړو ملاتړ کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement