ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت ۱۳۳ شرکتونه په تور ليست کې شامل کړي

حکومت ۱۳۳ شرکتونه په تور ليست کې شامل کړي

author avatar
4 Feb 2018 - 19:31
حکومت ۱۳۳ شرکتونه په تور ليست کې شامل کړي
author avatar
4 Feb 2018 - 19:31

کابل (پژواک،۱۵سلواغه۹۶): د ملي تدارکاتو اداره وايي، په مختلفو ميعادونو سره سره يې ١٣٣ سرغړوونکي شرکتونه د دواطلبۍ په پروسه کې له ګډون څخه بې برخې کړي او د يادو شويو شرکتونو د تضمين ۲۴۳ ميليون افغانۍ يې هم ضبط کړې دي.

د ملي تدارکاتو ادارې د  اطلاع رسونې او ستراتيژيکو اړيکو آمر احمد رامين اياز پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ۱۳۹۶مالي کال کې د ۱۸۱ ميليون افغانيو په ارزښت د ۸۰۶ پروژو  له جملې چې ملي تدارکاتو کمېسيون ته وړاندې شوي، ۵۵۶ ته قراردادونه ورکول کېدل، چې د کميسيون له خوا ارزول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، له دې جملې څخه د ۴۵۶ پروژو ورکړه منظوره شوې، ۵۸پروژې بېرته ګرځول شوي او ۳۸ نورې پروژې رد شوې دي.

د هغه په وينا، د سترو ملي پروژو د لا ډېرې دقيقې ارزونې سره يو ځای د تدارکاتو د نظام اصلاحاتو د پروسې تطبيق د دې لامل شوی چې په تېر مالي کال کې د ملي تدارکاتو کمېسيون له خوا د ورکړی شويو پروژو د اټکلي او واقعي ارزښت ترمنځ د بيې د توپير په پام کې نيولو سره، د ١١،١  ميليون افغانيو د حيف و ميل کېدو مخه نيول شوې ده چې په حقيقت کې د پام وړ سپما شوې ده.

نوموړي وويل چې په وروستيو ۳ کلونو کې شاوخوا ٢٩،٤  ميليون افغانۍ سپمول شوې دي.

د نوموړي په خبره، د يادې شوې ادارې د محروميت کمېټې د ۱۳۹۶ مالي کال په اوږدو کې په مختلفو ميعادونو سره يې ۳۸ بېلا بېل شرکتونه د داوطلبۍ په پروسه کې له ګډون څخه بې برخې کړي او د دغې کمېټې د څېړنو په پايله کې د تېرو ۳کلونو په اوږدو کې له داوطلبۍ څخه د محروميت په نوملړ کې ۱۳۳بېلا بېل شرکتونه شامل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د يادو شويو شرکتونو  د تضمين له ۲۴۳ميليون ډېرې افغانۍ يې هم ضبط کړي او د هغوی قضيې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې، د اسنادو جعل او د تړون د ژمنو نه عملي کېدل، هغه مهم لاملونه دي چې ياد شوي شرکتونه يې په داوطلبۍ کې له ګډون څخه بې برخې کړي دي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.