د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د زابل په څلورو ولسواليو کې داعش فعال مرکزونه لري"

"د زابل په څلورو ولسواليو کې داعش فعال مرکزونه لري"

Feb 04, 2018 - 14:46

کلات (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٦): د زابل ولايتي شورا مشر وايي، د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې داعش وسله وال فعال مرکزونه لري او دغه وسله وال له دغه ځايه د افغانستان نورو سيمو ته لېږدول کېږي.

خو د زابل والي بيا وايي، د پاکستان او ايران استخباراتي کړيو دغه ولايت نا امنه کړى دى.

د زابل ولايتي شورا رييس عطاجان د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې داعش وسله وال د دغه ولايت په څلورو ولسواليو (داى چوپان، خاک افغان، نوبهار او ارغنداب) کې فعال مرکزونه جوړ کړي دي.

ده زياته کړه: ((د زابل پنځوس فيصده خاوره له وسله وال مخالفينو سره ده چې په دې کې داعش او نورې وسله والې ډلې شاملې دي.))

د هغه په وينا، داعش وسله وال په يادو مرکزونو کې روزل کېږي او بيا د افغانستان نورو سيمو ته استول کېږي.

نوموړي د خپلو څرګندونو په اړه اسناد وړاندې نه کړل، خو زياته یې کړه چې حکومت بايد په دغه ولايت کې د وسله وال مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د زابل والي خيال محمد حسيني پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې ټوله نا امني د پاکستان او ايران استخباراتي کړيو جوړه کړې ده.

د ده په خبره، په مرکز کلات کې امنيتي ستونزې کمې دي، خو په ولسواليو کې ځکه ډېرې دي چې له ګاونډيو هېوادونو سره پولې لري.

دى وايي: ((په دې ولايت کې داعش نشته، يواځې خاک افغان ولسوالۍ له طالبانو سره ده، خو هغې ته هم موږ ډېر نږدې پراته يو.))

والي وويل، په دغه ولايت کې د افغان دولت وسله وال مخالفين به د يوه منظم چوکاټ له مخې وځپل شي.

په دې اړه د داى چوپان اوسېدونکي خان محمد پژواک ته وويل، د دې ولسوالۍ يواځې مرکز له حکومت سره دى، پاتې نورې سيمې يې له طالبانو سره دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې طالبانو مکتبونه هم بند کړي او خلکو ته د تګ اجازه نه ورکوي.))

بل لور ته د کلات ښار يوه هټۍ وال شېرمحمد بيا پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ کچه ځکه لوړه ده چې امنيتي ځواکونه په خپلو کې همغږي نه لري.

هغه زياته کړه: ((زياتره وخت په ولسواليو کې پر پوليسو جنګ روان وي، خو دغه نور ځواکونه يې کومک ته نه ورځي.))

د دغه ولايت څو نورو اوسېدونکو هم له نا امنۍ شکايت وکړ.

زابل د کندهار- کابل پر لويه لار پروت ولايت دى چې ډېرې سيمې يې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement