کابل (پژواک ١٥ سلواغه ٩٦): د وسله وال پوځ اعلى سرقومندانۍ په غونډه کې د کابل ښار امنيتي پلان په اصولو کې تاييد شو.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې، نن له غرمې مخکې د نظامي عملیاتو او کابل ښار پر امنیتي پلانونو بحث وکړ.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو په ټول هېواد کې د نظامي عملیاتو د پرمختګونو او په دې برخه کې د لاسته راوړنو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل. دغه راز لوړپوړو امنیتي مسوولینو د کابل ښار امنیتي پلان جمهوررئیس غني ته وړاندې کړ.
امنیتي مسوولینو وویل، د همغږي، انسجام، کشف او استخباراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا، د پولیس ځواکونو موثر ځای پرځای کول او په دې سکتور کې هر اړخیزه اصلاحات د کابل ښار امنیتي پلان کې شامل دي.
غونډې له مفصلو بحثونو وروسته د کابل ښار امنیتي پلان په اصولو کې تائید کړ او د هغه د موثر تحقق په خاطر یې لوړپوړو امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تطبیق په موخه د ټاکلي وخت چوکاټ په ګډون دې پر جزئیاتو کار وکړي او تر راتلونکو لسو ورځو دې هغه نهایي او ولس ته واوروي.
ولسمشر غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هڅو د قدردانۍ ترڅنګ په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت او د دښمن د شومو پلانونو د دفعې په خاطر امنیتي او دفاعي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن