ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Feb 2018 - 15:17
فراه کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Feb 2018 - 15:17

فراه (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٦): د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې د وسله والو مخالفينو د بريد په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د فراه د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر جنرال عبدالرازق شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد کسان پرون شپه د بالابلوک ولسوالۍ په فراهرود کلي کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کې ټپيان او وژل شوي دي.

هغه وويل، د يادې پېښې ټپيان په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو روغتون ته لېږدول شوي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

شېرزاد د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې په ياد بريد کې د دولت وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.