ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې سل زره مېوه لرونکي او زینتي نیالګي اېښودل کېږي

هلمند کې سل زره مېوه لرونکي او زینتي نیالګي اېښودل کېږي

author avatar
4 Feb 2018 - 12:55
هلمند کې سل زره مېوه لرونکي او زینتي نیالګي اېښودل کېږي
author avatar
4 Feb 2018 - 12:55

لښکرګاه (پژواک، ۱٥ سلواغه ۹۶): هلمند کې د شاوخوا سل زره زينتي او مېوه لرونکو نيالګيو د اېښودو لړۍ پيل شوه.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې دغه زينتي او مېوه لرونکي نيالګي به د مرکز لښکرګاه ښار تر څنګ په ولسواليو کې هم کېښود شي.

ده له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د ښاروالۍ او کرنې رياست له مامورينو سره همکاري وکړي.

دغه راز د هلمند د کرنې رييس احمدشاه خيري وويل، په پام کې ده چې سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا سل زره زينتي او مېوه لرونکي نيالګي کېنول شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې شمېر کې ٤٥زره يې مېوه لرونکي او پاتې نور زنيتي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه ونې موږ دولتي ارګانونو ته په وړيا توګه او کروندګر او عامو خلکو ته به يې په ټيټ قميت ورکړو.))

خيري وويل چې د تېرو څو لسيزو پرله پسې جګړو له امله د شنو سيمو او ځنګلونو رنګ ډېر بدل شوى دى نو بيارغونه يې ډېر کار ته اړتيا لري.

همدارنګه د لښکرګاه ښار اوسېدونکي روح الله وويل چې د نيالګيو کېنولو تر څنګ د هغو پالنه يې هم ډېره اړينه ده.

هغه زياته کړه: ((خلک هم بايد په خپلو کورونو او نورو ځايونو کې ونې کېنوي او هم يې په ساتنه او پالنه کې له حکومت سره کومک وکړي.))

د يادونې ده، هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.