ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز دولتي ادارو کې د ٧٠ سلنه ځوانانو له شتون سره خدمات ښه شوي

د نيمروز دولتي ادارو کې د ٧٠ سلنه ځوانانو له شتون سره خدمات ښه شوي

author avatar
5 Feb 2018 - 14:13
د نيمروز دولتي ادارو کې د ٧٠ سلنه ځوانانو له شتون سره خدمات ښه شوي
author avatar
5 Feb 2018 - 14:13

زرنج (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): په تېر کال کې د نيمروز ولايت په دولتي ادارو کې نږدې ١٢٠٠ ځوانان ګومارل شوي چې اوسمهال د دغه ولايت په دولتي ادارو کې څه باندې ٧٠ سلنه ځوانان کار کوي، خو پر دې سربېره بيا هم هره ورځ لسګونه کسان د وزګارتيا له امله ايران او نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.

د نيمروز د ځینو دولتي سرچينو د هغو معلوماتو له مخې چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلي، اوسمهال د دغه ولايت د پوهنې رياست په ګډون په ځینو دولتي ادارو کې څه باندې څلور زره کسان کار کوي چې څه باندې ٧٠ سلنه يې ځوانان جوړوي.

د نيمروز والي انجنير محمد سميع پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي يووالي حکومت له تشکيل وروسته تر ټولو زيات تمرکز په دولتي ادارو او د نيمروز ځايي اداره کې د ځوانانو پر ګومارنه و، په دوو وروستيو کلونو کې په دولتي ادارو کې د چارو د ښه والي لپاره توانېدلي چې اکثره دولتي بستونه تحصيل کړو ځوانانو ته وسپاري.

نوموړي زياته کړه: ((دا چې ځوانان د ورځې له عصري ټکنالوجۍ سره اشنا دي او له بلې خوا د تحصيل لوړې درجې لري، له دې امله ځوانان کولى شي چې په ور سپارل شوو چارو کې ښه وځلېږي.))

د نيمروز والي وويل چې په څه باندې دوو کلونو کې يې د ١١٧٦ ځوانانو لپاره په دولتي ادارو کې چې د پوهنې اداره هم په کې شامله ده، کاري فرصتونه رامنځته کړي، د دوى له ډلې ٣٥ سلنه ښځې دي.

نوموړي زياته کړه چې د دې ادارو په سر کې د کار او ټولنيزو چارو، له نشه يي توکو سره د مبارزې، ترانسپورټ، برېښنا، ښاروالۍ، ښځو چارو، مخابراتو، کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو، بشري سرچينو، د کليو بيا رغونې او پراختيا رياستونه او … ادارې شاملې دي.

پر دې سربېره د نيمروز دغه لوړپوړي مقام وويل چې په عدلي او قضايي او د ولسواليو ادارو کې هم تحصيل لرونکي ځوانان شته دي.

له بلې خوا د نيمروز د ځوانانو چارو امر حميدالله بلوچ پژواک ته تاييد کړه چې په دغه ولايت کې تحصيل لرونکو او لوستو ځوانانو ته د کار شرايط برابر دي او د ازموينې له ورکړې وروسته په بېلابېلو برخو کې د رڼې پروسې له لارې ګومارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ له ځينو خيريه بنسټونو او نا دولتي موسساتو سره په تماس کې يو، څو ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې ډېر کار وکړي، په دې اړه څو ارګانونو د مرستې ژمنې کړې دي.))

 د نيمروز د ترانسپورټ مشر صبغت الله صديقي هغه ځوان دى چې دوه کاله وړاندې پر دغه پوسټ ګومارل شوى.

نوموړي وويل چې د ډېرو هڅو په پايله کې توانېدلى چې د نيمروز د ترانسپورټ عوايد سږ کال له ١٦٥ ميليونه افغانيو نه ٢٤٠ ميليونو ته لوړ کړي.

نوموړي د زرنج – دلارام لويې لارې په اوږدو کې په ځينو ځايونو کې د نا مسووله افرادو له لوري د غير قانوني پيسو اخيستلو لپاره د جوړو شوو تمځايونو ټولول او د دولت خزانې ته مخامخ د ترانسپورټي عوايدو لېږد، خپل عمده کارونه وبلل.

احمد هم يو له غه ځوانانو دى چې د نيمروز ولايت په مقام کې دنده لري، نوموړى هم د ځوانانو شتون په ادارو کې ګټور او اغېزناک بولي او وايي: ((نننۍ نړۍ له مډرنې ټکنالوجي سره مخې ته ځي، د هر هېواد پرمختګ د دې ټکنالوجۍ په عيارولو پورې تړلى دى، د نن تحصيل کړي ځوانان د ورځې پر ټکنالوجۍ سمبال دي.))

لا هم هره ورځ لسګونه نيمروزي ځوانان له هېواده وځي.

د نيمروز د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رياست يوې سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې هره ورځ له ٢٥٠٠ نه تر ٣٠٠٠ زرو تنو پورې چې ډېرى يې ځوانان دي، د کار لپاره له نيمروز نه په قاچاقي لارو ايران او پاکستان ته ځي او همدومره نور بيا بېرته له دغو هېوادونو را ايستل کېږي.

هغه زياته کړه، کوم ځوانان چې هره ورځ له هېواده وځي، احتمالاً پنځه سلنه يې د نيمروز ولايت دي چې د کار لپاره هېواد پرېږدي.

خو د نيمروز ولايت يوه وزګار ځوان زلمي وويل چې په دغه ولايت کې د ځوانانو لپاره هېڅ بنسټيز کار نه دى شوى او لا هم ګڼ ځوانان وزګار دي.

نوموړي زياته کړه چې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې ځوانان د واسطې او پيسو له لارې ګومارل کېږي، څوک چې دا ونه لري، اصلاً د کار زمينه ورته نه ده مساعده.

د نيمروز ولايت يوه مدني فعال حميدالله وويل، سره له دې چې په دغه ولايت کې يو شمېر ځوانان په وروستيو دوو کلونو کې په کار بوخت شوي، خو لا هم د کار نشتوالى د دغه ولايت د ځوانانو عمده ستونزه ده.

هغه زياته کړه چې يو شمېر ځوانان له پوهنتونه تر فراغت وروسته د کار د نشتوالي له امله اړ شوي چې له هېواده ووځي.

 یو شمېر ځوانان د کار لپاره ايران ته ځي، خو بېرته پر نشه يي توکو روږدي راستنېږي.

په ورته وخت کې د نيمروز ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د روږدو شمېر څه باندې لس زره تنو ته رسېږي چې اکثره يې ځوانان او داسې افراد دي چې د کار لپاره ايران ته ځي او هلته تر روږدېدو وروسته افغانستان ته را ستنېږي.

د دغه ولايت يوه روږدي ځوان محمد وويل چې نيمروز ولايت کې کار نه و؛ ځکه اړ شو چې ايران ته لاړ شي، خو هلته د کار د فشار له امله پر نشه يي توکو روږدى شو او بېرته را و ایستل شو.

هغه زياته کړه: ((کار مو دروند و، انډيوالانو مې هم نشه يي توکي کارول، زه هم لومړى په ترياکو او وروسته په کرسټال روږدى شوم، څو کاله کېږي چې په نشه يي توکو روږدى يم، برخليک مې نا څرګند دى.))

دغه روږدي له حکومته وغوښتل چې ځوانانو ته د کار زمينه مساعده کړي، څو اړ نه شي چې بهرنيو هېوادونو ته سفر وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.