ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيصل: د رحمت الله نبيل پر بهرنيو سفرونو د بنديز تصميم نه دى نيول شوى

فيصل: د رحمت الله نبيل پر بهرنيو سفرونو د بنديز تصميم نه دى نيول شوى

author avatar
5 Feb 2018 - 14:10
فيصل: د رحمت الله نبيل پر بهرنيو سفرونو د بنديز تصميم نه دى نيول شوى
author avatar
5 Feb 2018 - 14:10

کابل (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): د حکومت اجرائیه رياست وايي چې د سياستوالو فعاليت ته ارزښت ورکوي او د ملي امنيت د پخواني رييس رحمت الله نبيل پر بهرني سفر او بېرته راتګ د بنديز لګولو په تړاو هېڅ تصميم نه دى نيول شوى.

د افغانستان د خلکو محور سياسي بهير تېره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولوسره ويلي وو چې د دغه جريان د مشرتابه شورا غړى او د ملي امنيت پخوانى مشر رحمت الله نبيل د افغان حکومت د حکم پر بنسټ ممنوع الخروج اعلان شوى دى.

سرچينې زياته کړه، دغه حکم هغه مهال صادر شو چې رحمت الله نبيل له هېواده بهر دى، خو ډېر ژر به هېواد ته راستون شي او دلته به د قانونيت او مشروعيت د ټينګښت لپاره خپلې سياسي مبارزې ته په زيات قاطعيت سره دوام ورکړي.

د افغانستان د خلکو محور ګوند په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه تصميم تېر کال په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د اوسني حکومت مشرتابه د سيستماتيکو او منظمو فعاليتونو د را برسېره کولو په اړه د نبيل له لوري د اسنادو له ډاګيز کولو سره تړاو لري.

خو د اجرائیه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل نن رسنيو ته وويل چې حکومت د اپوزېسيون کار ته په ارزښت قايل دى، د هېچا په وتلو را ننوتلو بنديز نه دى لګېدلى، په دې اړه حتى هېڅ بحث هم نه دى شوى.

هغه زياته کړه: ((د هېواد د ملي امنيت پخوانى مشر رحمت الله نبيل کولى شي چې په ازادانه ډول هېواد کې فعاليت وکړي، کولى شي بهرنى سفر ولري او بېرته هېواد ته راشي، په دې برخه کې هېڅ کومه ستونزه نشته، حکومت په دې تړاو هېڅ تصميم نه دى نيولى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.