جلال اباد (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۶): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ۳ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوی د تازه سبزۍ او مېوې ستر مارکېټ پرانيستل شو چې زرګونه خلکو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
دغه مارکېټ چې کلونه وړاندې يې د جوړېدو چارې پيل شوې وې، د سلواغې په ۱۶مه يې کارونه بشپړ او د خلکو پر مخ پرانيستل شو.
مسوولين يې وايي، د تازه مېوې او سبزۍ دغه مارکېټ له ۳۰۰ زيات دوکانونه لري او شاوخوا ۲۰زره کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
د عزت خان په نوم د ياد مارکېټ يو مسوول وايي چې مارکېټ د دفاع وزارت اړوند په شل جريبه قراردادي ځمکه کې د درېيو ميليونو ډالرو په ارزښت رغول شوی دی.
هغه وايي، په دغه مارکېټ کې به تازه مېوه او تازه سبزيجات د ختيځ له ټولو ولايتونو او نورو ولايتونو راوړل کېږي چې د خرڅلاو لپاره به يو ستر مارکېټ وي.
د حاجي نياز محمد په نوم يو افغان کډوال چې په پاکستان کې د افغان سبزي پلورونکو اتحاديې مسوول دی، وایي، له دغه مارکيټ سره به د تازه مېوو په چټک انتقال او زمينه سازۍ کې ډېره همکاري کوي.
د نوموړي په وينا، دغه مارکېټ ته به د پاکستان هر ډول سبزيجات او مېوه جاتو انتقال ته زمينه برابره کړي او هم به د افغانستان مېوه جاتو او سبزيجاتو ته هلته مارکېټ پيدا کوي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر د مېوې او سبزۍ دا مارکېټ د ختيځ په کچه په سټنډرډ برابره وبلله او په ننګرهار کې يې له انحصار څخه د مارکېټ د وتلو لپاره يوه زمينه سازي وبلله.
هغه زياته کړه، تر دې وړاندې ننګرهار کې د مېوې او سبزۍ يو وړوکی مارکېټ موجود و چې د دغه ولايت د سبزۍ او مېوې سوداګرۍ يې انحصار کړې وه.
د الله نظر په نوم د مارکېټ يو دوکاندار وايي چې يوازې د ده په دوکان کې شلو تنو مزدورانو او کاريګرو ته اړتيا ده او دغه مارکېټ يې د بې کارۍ د مخنيوي او سبزيجاتو او مېوه جاتو ته د غوره بازارموندنې په موخه يو ښه ګام ياد کړ.
د يادونې ده، د دغه مارکېـټ د جوړېدلو چارې تېر کال بشپړې شوې وې، خو د ځينو ستونزو له امله يې رسمي پرانيسته ځنډلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن