فيض اباد (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): په بدخشان کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په وردوج ولسوالۍ کې په يو هوايي بريد کې نږدې شپږ بهرني وسله وال وژل شوي او مرکز يې ويجاړ شوى دى.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سيد جهانګير کرامت پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د دغه ولايت د وردوج ولسوالۍ په چاکران و اب جال کلي کې د بهرنيو وسله والو پر يوه مهم مرکز هوايي بريد کړى دى.
نوموړي زياته کړه چې د دغه بريد له امله د تاجکستان شپږ اوسېدونکي وژل شوي، يو مرکز، دوه هاموې ټانکونه او يو دهشکه ويجاړ شوي دي.
د بدخشان د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اوونيو کې دا دويم هوايي بريد دى چې په وردوج کې د وسله والو مخالفينو مرکزونه په نښه کوي او په پايله کې يې ١٩ بهرني وسله وال وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن