ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په هوايي بريد کې ٢٥ داعش وسله وال وژل شوي

چارواکي: په هوايي بريد کې ٢٥ داعش وسله وال وژل شوي

author avatar
5 Feb 2018 - 11:04
چارواکي: په هوايي بريد کې ٢٥ داعش وسله وال وژل شوي
author avatar
5 Feb 2018 - 11:04

جلال اباد (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کې ٢٥ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې ٢٥ داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، په دغه هوايي بريد کې د داعش وسله والو يوه  اندازه سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.