ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خټک: د اسلام اباد لاريون پر پښتنو د ظلمونو غبرګون دى

خټک: د اسلام اباد لاريون پر پښتنو د ظلمونو غبرګون دى

author avatar
6 Feb 2018 - 16:28
خټک: د اسلام اباد لاريون پر پښتنو د ظلمونو غبرګون دى
author avatar
6 Feb 2018 - 16:28

کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٦): سياسي شنونکي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د زرګونو پښتنو احتجاجي لاريون  د پښتنو خود جوشه تحريک او ويښتابه بولي .

له تېرو شپږو ورځو راهيسې زرګونو پښتنو په کراچۍ ښار کې د پوليسو د يوه ځايي مشر له خوا د وزيرستان د يوه پښتون ځوان مدني فعال نقيب الله مسيد د وژلو په غبرګون کې احتجاجى لاريون او ناسته پيل کړې ده.

نقيب الله، چې په کراچۍ ښار کې يې کاروبار کاوه، د پوليسو له خوا تر تښتول کېدو وروسته په جعلي نښته کې ووژل شو، د پاکستان سترې محکمې ددې قضيې څېړنه پيل کړې او د  )راو انوار ( په نامه د پوليسو د تورن مشر د نيولو حکم يې کړى، خو هغه چېرته پټ شوى دى.

د کوزې پښتونخوا فعال سياستوال او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړى افراسياب خټک وايي چې په لويه کچه دا احتجاج په پاکستان کې پر پښتنو د ظلم، جبر او د پښتنو د منزوي کولو غبرګون دى، چې دوى ورسره مخ وو.

هغه د سلواغې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې سيمې ټول پښتانه، خو د قبايلي سيمو اوسېدونکي ددې ظلمونو تر ټولو زيات ښکار شوي دي.

خټک وايي : (( د قبايلي سيمو پښتانه اوس هم د انګرېز د وخت  تر تور قانون لاندې ژوند تېروي او هېڅ ډول حقوق نه دي ورکړل شوي.))

د نوموړي په وينا، په تېرو څو لسيزو کې پاکستان قبايل، سيمه ييز او نړيوالو ترهګرو سازمانونو ته سپارلې وه ، چا چې زرګونه پښتانه قبايلي مشران ووژل .

دى وايي، کله چې بيا د پاکستان پوځ دغو ترهګرو ډلو سره جګړه پيل کړه؛ نو په دې جګړه کې يو ځل بيا پښتانه وځپل شول، ووژل شول، بې کوره شول او کډې يې وکړې.

د خټک په وينا، د همدې قبايلو اوسېدونکي چې د ترهګرو او پوځ د عملياتو له امله بې کوره او بې ځايه شول بيا په کراچۍ او نورو ښارونو کې د پوليسو د ظلمونو ښکار شول، چې ښه بېلګه يې په کراچۍ کې د پښتون ځوان نقيب الله وژل دي.

هغه زياتوي، د پاکستان حکومت وايي چې له ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې يې ٥٥ زره وګړي وژل شوي؛ نو په دې کې يې ٩٥ سلنه پښتانه او بيا قبايل دي.

په اسلام اباد کې د پښتنو د بې ساري احتجاج په اړه افراسياب خټک وايي، دا يوه تاريخي ناسته او خودجوشه احتجاج دى او د لومړي ځل لپاره په دومره لويه کچه پښتانه د خپلو حقوقو لپاره راټول شوي دي.

د هغه په وينا، دغه معترضين چې د اسلام اباد په تاريخ کې يې تر ټولو سوله ييز، منظم او با ډسپلينه احتجاج کړى، معقولې سياسي غوښتنې يې وړاندې کړې دي .

دى وايي، ځينو نورو سياسي او مذهبي ګوندونو چې اسلام اباد کې لاريونونه کړي، نو پر ملي راډيو تلوېزيون، سترې محکمې او نورو دولتي ودانيو يې بريدونه کړي، لارې يې بندې کړي او خلکو ته يې ستونزې پيدا کړي، خو پښتنو لاريون کوونکو هېڅ نه دي کړي.

دى وايي، پاکستانيو رسنيو په لومړيو دوو ورځو کې دغه لاريون او احتجاج ته پوښښ ور نه کړ، خو پښتنو په ټولنيزو شبکو کې پوښښ ورکړ او رسنۍ يې اړ کړې چې هغوى هم يو څه پوښښ ورکړي.

دخټک په وينا، د قبايلي سيمو پښتانه له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د پاکستان د پوځ تر ولکې لاندې دي، په دې سيمه کې مدني او سياسي فعاليتونه بند دي، خو د اسلام اباد احتجاج او لاريون دا هر څه مات کړل او نړۍ يې له خپلو ستونزو خبره کړه.

د هغه په وينا، د اسلام اباد په احتجاج کې ولس مخکې، خو سياسي ګوندونه يې شاته پرېښي وو، خو اوس ځينې سياسي ګوندونه د خپلو ګټو لپاره ددوى د ملاتړ لپاره ورځي.

د کوزې پښتونخوا د پېښور فعال ژورنالېست او مدني فعال ميا فاروق فراق وايي چې پښتانه ډېر وخت وروسته د خپلو حقوقو لپاره د پاڅون شعور پيدا کړى دى.

هغه زياته کړه، د نقيب الله وژل او په اسلام اباد کې لاريون او احتجاج ددې سيمو پښتنو ته يوه نوې روحيه ورکړه .

دى وايي،دا يو خودجوشه تحريک دى، ولس مخکې او تش په نامه ملتپاله سياسي ګوندونه يې شاته پرېښي دي.

فراق زياتوي: (( ډېرى تش په نامه ملتپاله سياسي ګوندونه سياست د پښتنو په نوم کوي، خو اصلي کار د پاکستان استخباراتي شبکو ته کوي.))

د هغه په وينا، د پښتنو د اصلي عوامي نېشنل ګوند چې خلک پرې ډېر حساب کوي، مشر اسفنديار ولي خان تر ډېرو نيوکو وروسته په پنځمه ورځ دغې احتجاجي ناستې ته وينا وکړه.

فاروق فراق وايي، د ملتونو د راويښولو تر شا د هغوى سياست، فرهنګ او د چاپيريال وضعيت وي، د پښتونخوا ولس په بشپړ ډول له سياسي مشرتابه څخه بې برخې دی، فرهنګيان او اديبان يې ويده دي او د چاپيريال له حالاتو ناخبره پاتې شوي دي.

نوموړى وايي، فکر نه کوي چې د اسلام اباد تحريک به ډېر بريالى شي، ځکه چې دده په وينا، په پاکستان کې دپښتون ضد قوتونه دومره پياوړي دي چې که سبا وغواړي دغه خلک له اسلام اباد څخه شړلی شي، خو دا چې دغو قوتونو ته څه نه وايي، موخه يې د اده چې د پاکستان سياست او سياستمداران دواړه د ولس پر وړاندې بدنامه کړي.

دافغانستان مدني او سياسي فعال ډاکټر فيض محمد ځلاند هم وايي، چې د لومړي ځل لپاره د قبايلو پښتانه په دومره لوى شمير کې د خپلو حقوقو لپاره په اسلام اباد کې سره راټول شوي او احتجاج کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه قبايل، د ترهګرۍ د تش په نامه جګړه کې قرباني شوي او تر يو نيم ميليونه پورې بې کوره او بې ځايه شوي دي.

ځلاند نيوکه کوي، چې د افغانستان او پاکستان دواړو حکومتونو ددوى ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د نوموړي په وينا، اوس د قبايلو خلکو کې ويښتابه پيدا شوي، د پنجاب او اسلام اباد د واکمنانو پر ضد يې پاڅون کړى او غواړي خپل حقوق ترلاسه کړي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.