د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني فعالانو مزارشريف ښار کې د نامسوولو وسله والو په زياتېدو اندېښنه وښوده

مدني فعالانو مزارشريف ښار کې د نامسوولو وسله والو په زياتېدو اندېښنه وښوده

Feb 06, 2018 - 17:58

مزارشريف (پژواک، ۱۷سلواغه  ۹۶): د بلخ مدني فعالان وايي، دوی ګومان نه کاوه چې د سياسي ګوندونو وسله وال پلويان دې د خپلو ډلو په ملاتړ د مزارشريف سړکونو ته راووځي.

تېره ورځ د مزارشريف ښار شاديان سړک باندې په لسګونو وسله وال، چې شخصي جامې يې پر تن وې او د جمعيت اسلامي ګوندي بيرغ يې له ځانه سره لېږداوه، د خلکو پام د ځان په لور کړی وو.

خو د جمعيت ګوند وايي چې دغو وسله والو په دوی پورې تړاو نه درلود.

مدني فعالان وايي، دوی د وسله والو ګوندونو د وسلو د وېش اوازې اورېدلې وې، خو دا ګومان يې نه کاوه چې په ملاتړ يې وسله وال سړکونو ته ووځي او خلک به اندېښمن کړي.

مدني فعال  نسيم رحيمي د همدې وسله والو په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل، هېڅ ګومان نه يې کاوه چې هغه سياسي ګوندونه، چې د ډيموکراسۍ خبره هم کوي، داسې حرکت دې وکړي.

نوموړي د کوم ګوند نوم وانخيست، خو زياته يې کړه: ((د افسوس خبره ده چې د سياسي حالاتو له لږ تغيير سره د سياسي ګوندونو وسله وال سړکونو ته راووځي.))

د هغه په وينا، دوی په بلخ کې د سياسي ګوندونو له خوا خپلو پلويانو ته د وسلو د وېشلو اوازې اورېدلې وې؛ خو دا ورته د منلو وړ نه وه چې دوی دې خپل وسله وال سړکونو ته راوباسي.

مدني فعال ذبيح الله عسکرزاده وايي، له هغې مودې چې د بلخ ولايت مقام په تړاو د جمهور رييس فرمان له مشکل سره مخامخ شوی، د بلخ حالت ورځ تر بلې ترينګلى شوى دى.

نوموړي زياته کړه، په دغه موده کې وسله والې غلاوو او د وسله والو موټرسايکل سپرو غلو زياتوالي د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي.

هغه همداراز په دغه موده کې په ښار کې د غير مسوولو وسله والو د ګرځېدو په زياتېدو هم ژوره اندېښنه وښوده.

عسکرزاده وويل، پر موټرو او موټرسايکلونو د غير مسوولو وسله والو ګرځېدو د ښار ټولنيز حالت ترينګلی کړی او د خلکو له اندېښنې سره مخامخ دي.

نوموړي زياته کړه، دوی ته مهمه نه ده چې دغه وسله وال له کوم سياسي ګوند سره تړاو لري، خو دا يې خپله دنده وګڼله، چې له حکومت څخه د دغه حالت د سمېدو لپاره جدي غوښتنه وکړي.

يوه ورځ وړاندې د مزارشريف ښار پر شاديان سړک لسګونه موټرسايکل سپاره وسله وال ليدل شوي، چې د جمعيت اسلامي ګوندي بيرغ يې له ځانه سره لېږداوه.

خو د جمعيت ګوند مرستيال وياند ذبيح الله فطرت پژواک خبري اژانس ته وويل، جمعيت سياسي ګوند دی، هېڅ وسله وال نه لري.

نوموړي زياته کړه، له جمعيت ګوند سره تړاو لرونکي پخواني د جهاد د وختونو قوماندانان د خيزش مردمي په ليکو کې جذب شوي دي.

هغه په ښار کې د موټرسايکل سپرو د وسله والې ډلې په تړاو، چې د جمعيت اسلامي ګوندي بيرغ يې لېږداوه، وويل: ((دا خو په دې معنا نه ده چې هر څوک د جمعيت ګوند بيرغ له ځان سره ګرځوي، نو هغه په جمعيت ګوند پورې تړاو لري.))

فطرت وويل، د دغو وسله والو په اړه بايد له امنيتي مسوولينو څخه پوښتنه وشي، چې څوک دي؟

د بلخ امنيه قومانداني د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی په ټوله معنا د مزارشريف ښار د  امنيت ساتنې ته ژمن دي او خپله دنده پر مخ وړي.

نوموړي ورځ وړاندې په ښار کې د موټر سايکل سپورو د ګرځېدو پخلی وکړ، خو زياته يې کړه: ((له خبرېدو سره سم مو امنيتي کمربندونو ته سپارښتنه کړې، چې له دې وروسته بايد هېڅوک له وسلو سره ښار ته پرې نه ښودل شي.))

هغه په دې اړه څه ونه ويل، چې دغه وسله وال کوم سياسي ګوند پورې تړاو لري او که نه.

تېره اوونۍ هم په مزارشريف ښار کې په ملي شورا کې د بلخ په دوو وکيلانو پورې تړاو لرونکي وسله وال د ښار په سړکونو يو بل ته سنګرونو کې کېناستل، چې د نښتې په پايله کې يې له دواړو اړخونو اووه تنه وسله وال ټپيان کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan