کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٦): د عدليې وزير وايي، اوسمهال د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې په بېلابېلو تورونو ٧٨٤ ماشومان ساتل کېږي.
عبدالبصير انور، نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، ياد شمېر ماشومان د کابل، هرات، فراه، هلمند، وردګ، ننګرهار، بلخ، خوست او سمنګان ولايتونو په اصلاحي او روزنيزو مرکزونو کې ساتل کېږي.
د هغه په وينا، د ياد شمېر ماشومانو له جملې يې ٧٠٤ هلکان او ٨٠ نجونې دي.
د عدليې وزير زياته کړه، په ټوليز ډول له ياد شمېر کسانو يې ١٧١ کسان د امنيتي جرمونو په ځانګړي ډول د ځانمرګي بريد د ترسره کولو په تړاو نيول شوي چې يو شمېر يې محاکمه شوي هم دي.
انور وويل، دغه راز ١٥٠ کسان هم د غلا، ١٢٣ کسان د وژنې او پاتې نور د جنايي جرمونو په تړاو نيول شوي دي.
د عدليې وزير، د ماشومانو د برخليک په برخه کې د کورنۍ، ټولنې، پوليسو او اختصاصي محکمو رول مهم وباله او ويې ويل، د سرغړونې په صورت کې ځينې سپارښتنې او ګواښونه د ماشومانو د جرمونو کچې د راټيټېدو لامل کېدلى شي.
د حکومت ياد لوړپوړي چارواکي ورته مهال څرګنده کړه، چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د ښه والي په لور روان دي او په يادو مرکزونو کې د روغتيايي خدمتونو سربېره روزنيز خدمتونه هم وړاندې کېږي.
د هغه په وينا، سرغړوونکي ماشومان د امنيتي بنسټونو، څارنوالۍ او محکمو له لوري په ټول هېواد کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو ته سپارل کېږي. د هېواد د قوانينو پر بنسټ، له ١٨ کلونو کم عمره کسانو ته د ماشوم خطاب کېږي.
عبدالبصير انور وويل، دغه مرکزونه دوه تړلې او پرانيستې برخې لري، په پرانيستې برخه کې هغه ماشومان چې سترې سرغړونې نه لري، ساتل کېږي او د ضمانت په کولو سره د شپې له لوري له مور او پلار سره پاتې کېدلى شي؛ خو په تړلې برخه کې بيا د درنو سرغړونو ماشومان شپه او ورځ ساتل کېږي.
د عدليې وزير ټينګار وکړ، د ماشومانو د اصلاحي خدمتونو د پراختيا په موخه، په باميان، پکتيکا او بدخشان ولايتونو کې هم د اصلاحي مرکزونو د جوړولو کار روان دى او ډېر ژر به ګټې اخيستو ته وسپارل شي.
د ياد حکومتي چارواکي په وينا، په تېرو لسو کلونو کې په دغو مرکزونو کې له لس زرو زيات ماشومان روزل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن