ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مقر خلک: طالبانو د پاکستاني انجینرانو په همکارۍ زرکشان کان کې کیندنې پیل کړې

د مقر خلک: طالبانو د پاکستاني انجینرانو په همکارۍ زرکشان کان کې کیندنې پیل کړې

author avatar
7 Feb 2018 - 14:06
د مقر خلک: طالبانو د پاکستاني انجینرانو په همکارۍ زرکشان کان کې کیندنې پیل کړې
author avatar
7 Feb 2018 - 14:06

غزني ښار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): د غزني د مُقر يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د پاکستاني انجينرانو په همکارۍ په دې ولسوالۍ د سرو زرو د کان کيندنه پيل کړې ده، خو طالبان  وايي دغه کار دوى نه، بلکې د سيمې خلک کوي.

د غزني د مُقر ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبيدالله د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د کوه بند سيمه له وسله والو طالبانو سره ده.

هغه زياته کړه: ((په دې سيمه کې د زرکشان په نوم يو غر دى چې په دې غره کې د سرو زرو کان دى او طالبانو د پاکستاني انجنيرانو په همکارۍ د دغه کان استخراج پيل کړى دى.))

د هغه په وينا، څه موده وړاندې د دې سيمې اوسېدونکو د طالبانو د دې کړنې پر وړاندې پاڅون وکړ، خو طالبانو بيا پر دې خلکو فشار راوست، څو له دې سيمې کډه وکړي.

دغه راز د دې ولسوالۍ بل قومي مشر او ياده سيمه کې پاڅون کوونکي حاجي غياث الدين پژواک ته وويل چې طالبانو د مُقر هغه سيمې نيولې دي چې د سرو زرو کانونه په کې دي.

هغه وايي: ((طالبان نه غواړي چې په مقر کې جګړه وکړي؛ ځکه ډېرې سيمې ارامې دي خو يو شمېر سيمې طالبانو له کلونو راهيسې ساتلې څو د زرکشان له غره څخه د پاکستانيانو په همکارۍ سره زر را وباسي.))

د دغه قومي مشر په وينا، د مقر هغه سيمې چې له طالبانو سره دي، تر اوسه عمليات هم پرې نه دي شوي.

دغه راز له کوه بند سيمې څخه يوه بېځايه شوي کډوال نورالله پژواک ته وويل: ((موږ د دې لپاره چې د زرکشان سيمه له طالبانو څخه ونيسو او دولت ته يې وسپارو، پاڅون مو شروع کړ.))

هغه نيوکه وکړه چې حکومت په دې برخه کې له هغوى سره مرسته ونه کړه نو دې ته اړ شول چې د طالبانو له وېرې سيمه پرېږدي.

ده زياته کړه: ((حکومت مرسته ونه کړه، موږ ١٥٠ کورنۍ يو، ټول د مقر مرکز ته راغلو، اوس دلته پراته يو.))

دغه راز د دې ولسوالۍ بل اوسيدونکي حميد الله پژواک ته وويل چې په زرکشان کې نا پيژنده کسان د کان په کيندلو بوخت دي چې په دې کې ورسره قومي متنفذين هم شريک دي.

هغه وايي: (( دغه موضوع بايد جدي وڅيړل شي او اصلي خاينان خلکو ته په ګوته شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.