د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مقر خلک: طالبانو د پاکستاني انجینرانو په همکارۍ زرکشان کان کې کیندنې پیل کړې

د مقر خلک: طالبانو د پاکستاني انجینرانو په همکارۍ زرکشان کان کې کیندنې پیل کړې

Feb 07, 2018 - 14:06

غزني ښار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): د غزني د مُقر يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د پاکستاني انجينرانو په همکارۍ په دې ولسوالۍ د سرو زرو د کان کيندنه پيل کړې ده، خو طالبان  وايي دغه کار دوى نه، بلکې د سيمې خلک کوي.

د غزني د مُقر ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبيدالله د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د کوه بند سيمه له وسله والو طالبانو سره ده.

هغه زياته کړه: ((په دې سيمه کې د زرکشان په نوم يو غر دى چې په دې غره کې د سرو زرو کان دى او طالبانو د پاکستاني انجنيرانو په همکارۍ د دغه کان استخراج پيل کړى دى.))

د هغه په وينا، څه موده وړاندې د دې سيمې اوسېدونکو د طالبانو د دې کړنې پر وړاندې پاڅون وکړ، خو طالبانو بيا پر دې خلکو فشار راوست، څو له دې سيمې کډه وکړي.

دغه راز د دې ولسوالۍ بل قومي مشر او ياده سيمه کې پاڅون کوونکي حاجي غياث الدين پژواک ته وويل چې طالبانو د مُقر هغه سيمې نيولې دي چې د سرو زرو کانونه په کې دي.

هغه وايي: ((طالبان نه غواړي چې په مقر کې جګړه وکړي؛ ځکه ډېرې سيمې ارامې دي خو يو شمېر سيمې طالبانو له کلونو راهيسې ساتلې څو د زرکشان له غره څخه د پاکستانيانو په همکارۍ سره زر را وباسي.))

د دغه قومي مشر په وينا، د مقر هغه سيمې چې له طالبانو سره دي، تر اوسه عمليات هم پرې نه دي شوي.

دغه راز له کوه بند سيمې څخه يوه بېځايه شوي کډوال نورالله پژواک ته وويل: ((موږ د دې لپاره چې د زرکشان سيمه له طالبانو څخه ونيسو او دولت ته يې وسپارو، پاڅون مو شروع کړ.))

هغه نيوکه وکړه چې حکومت په دې برخه کې له هغوى سره مرسته ونه کړه نو دې ته اړ شول چې د طالبانو له وېرې سيمه پرېږدي.

ده زياته کړه: ((حکومت مرسته ونه کړه، موږ ١٥٠ کورنۍ يو، ټول د مقر مرکز ته راغلو، اوس دلته پراته يو.))

دغه راز د دې ولسوالۍ بل اوسيدونکي حميد الله پژواک ته وويل چې په زرکشان کې نا پيژنده کسان د کان په کيندلو بوخت دي چې په دې کې ورسره قومي متنفذين هم شريک دي.

هغه وايي: (( دغه موضوع بايد جدي وڅيړل شي او اصلي خاينان خلکو ته په ګوته شي.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندوې وکړې.

خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا پژواک ته وويل چې طالبان د زرکشان له کان څخه د سرو زرو ايستلو وړتيا نه لري.

ده وويل: ((نه هلته پاکستانيان شته او نه هم کان چور کېږي؛ ځکه د کان ايستل ډېرو پيسو او ماشينونو ته ضرورت لري چې دا شيان نه طالبان لري او نه يې هم پاکستان راوړلی شي.))

د نوري په وينا، د يو شمېر ځانګړو کړيو له خوا قومي مشران هڅول کېږي څو دغه شان څرګندونې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مقر د غزني له ناوې ولسوالۍ سره کډه پوله لري او ناوه بيا له پاکستان سره نښتې ده او ناوه ولسوالۍ بيا له تيرو ١٥ کلونو راهيسې له طالبانو سره ده.

بل لور ته وسله وال طالبان د کان د کيندلو موضوع تاييدوي خو وايي دغه کار طالبان نه کوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه کان د سيمې د خلکو له لوري کيندل کېږي.

هغه وايي: ((دغه کار طالبان نه کوي، د سيمې خلک يې کوي او موږ ورته ځکه څه نه وايو چې غريب خلک په کې کار کوي.))

د يادونې ده، د زرکشان کان تر څنګ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له نا امنۍ نه په ګټې اخيستنې سره يو شمېر کسانو په غير قانوني توګه د کانونو استخراج پيل کړى چې دغه کار د افغانستان راتلونکی له جدي ګواښ او ستونزو سره مخ کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement