ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: په درزاب ولسوالۍ کې د داعش پر اصلي مرکز هوايي بريد شوی

سرچينې: په درزاب ولسوالۍ کې د داعش پر اصلي مرکز هوايي بريد شوی

author avatar
7 Feb 2018 - 18:29
سرچينې: په درزاب ولسوالۍ کې د داعش پر اصلي مرکز هوايي بريد شوی
author avatar
7 Feb 2018 - 18:29

شبرغان (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۶): د جوزجان امنيتي سرچينې وايي چې د ياد ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر يوه اصلي مرکز د هوايي بريد له امله يې د يادې ډلې ۲۸ کسان وژل شوي چې ۴ په کې بهرني وسله وال شامل دي.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل چې دغه هوايي بريد پرون شپه د درزاب ولسوالۍ په سردره کلي کې د داعش ډلې پر مرکز شوی چې له امله يې ۲۸داعش وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي وويل چې په وژل شوو کې دوه ازبکستاني، يو چيني او يو عراقی وګړی چې له داعش ډلې سره يې کار کاوه، هم شامل دي او تر اوسه د يادې پېښې د ټپيانو شمېر نه دی معلوم، خو  زياتوي چې د داعشيانو ياد مرکز له منځه تللی او ډېر احتمال شته چې د مړو شمېر به يې لوړ شي.

نوموړي وويل چې تر اوسه څرګنده نه ده چې په دغه هوايي بريد کې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او کنه؟

د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه هېڅ رسمي سرچينه خبرې نه کوي، خو په ياد هوايي بريد کې د يوې يوه مېرمن او يو زلمی ټپی شوي چې اوسمهال دواړه تر درملنې لاندې دي.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکی زين الله چې په ياد هوايي بريد کې يې زوی ټپي شوی وويل: "زوی يې له پنځو مياشتو را په دېخوا له داعشيانو سره زنداني و او هغوی يې زوی له خپلو دوو ملګرو سره په دې تور چې ګواکې جنايت يې ترسره کړی دی، بندي کړی و."

نوموړی ادعا کوي چې د معلوماتو له مخې له داعشيانو سره ۱۲ولسي کسان بنديان وو چې پنځه يې وژل شوي او ۷ نور له پېښې څخه ژوندي وتلي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې شپې پېښه د دې لامل شوه چې زوی يې د داعشيانو له بند څخه را خلاص شي، خو ټپي شوی او اوس د شبرغان ښار په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.