ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه ته د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ په موخه نوي اېټالوي ځواکونه رسېدلي

فراه ته د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ په موخه نوي اېټالوي ځواکونه رسېدلي

author avatar
7 Feb 2018 - 14:12
فراه ته د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ په موخه نوي اېټالوي ځواکونه رسېدلي
author avatar
7 Feb 2018 - 14:12

 

فراه (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): پنځوس اېټالوي سرتېري د دې لپاره فراه ته رسېدلي چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو پر ضد د افغان امنيتي ځواکونو له چاڼيزو عملياتو چې ډېر ژر به پيل شي، هوايي ملاتړ وکړي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وويل چې اېټالوي ځواکونه تېره شپه فراه ته رسېدلي او د دغه ولايت په هوايي ډګر کې مېشت دي.

هغه زياته کړه چې ياد ځواکونه د اړتيا وړ ډېرو توکو سره ورغلي او ټاکل شوې چې له افغان ځواکونو سره په بالابلوک، بکواه او پشترود ولسواليو کې په کېدونکو چاڼيزو عملياتو کې هوايي ملاتړ وکړي.

اېټالوي سرتېري داسې مهال فراه ولايت ته ځي چې په دې وروستيو کې د دولت وسله والو مخالفينو د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونو ته زور ورکړى او د ولايت والي محمد عارف شاه جهان هم د امنيتي وضعيت په اړه د خلکو له اعتراضونو وروسته استفعا ورکړه او امنيه قوماندان هم تبديل شو.

د روان کال د زمري په لومړيو کې هم لسګونه امريکايي او اېټالوي سرتېري د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه فراه ته استول شوي وو چې د يوې مودې لپاره په دې ولايت کې پاتې وو.

د دواړو هېوادونو سرتېري په ٢٠٠١ کال کې فراه تللي وو، خو په ٢٠١٣ کال کې ترې بېرته ووتل.

اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ١٣٥٠٠ بهرني سرتېري د پرېکنده ملاتړ په اډانه کې مېشت دي چې شاوخا زر يې اېټالوي سرتېري جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.